د هرات چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د ۱۳۰ ځوانو جوړو د ډلهییز واده مراسم جوړ شوي و.
د یاد بنسټ مسوول عبدالحق صدیقي وایي چې د هرې جوړې لپاره نغدي مرسته، د ناوې او زوم جامې، د کور د اړتیا وړ ۷۲ ډوله توکي او همدارنګه لومړني خوراکي مواد وېشل شوي دي.
د هغه په وینا، هرې جوړې ته د سل زره افغانیو په ارزښت د جهیز برابر شوی چې د جهیز ټولیز لګښت ۱۳ میلیونه افغانیو ته رسېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
صدیقي زیاته کړه چې د دې پروګرام موخه د هغو ځوانانو ملاتړ دی چې د اقتصادي ستونزو له امله د واده کولو توان نهلري.
د یادونې وړ ده چې دا په هرات ولایت کې د «حبیبیار» خیریه بنسټ لهخوا د ډلهییزو ودونو پنځلسم پړاو دی.