Asset 1SWN

سلام وطندار

بلخ کې ۶۰ جوړو ته د ډله‌ییز واده مراسم نیول شوي

IMG_8058

په بلخ کې شاوخوا ۶۰ جوړو ته د یوې خیریه موسسې په مالي ملاتړ د ډله‌ییز واده مراسم  نیول شوي دي.

د احساس ټولنیزې موسسې مسؤل، عبدالفتاح جواد په دې اړه وویل چې دغه پرېکړه یې، د هغو ځوانانو د ملاتړ لپاره کړې چې له کلونو راهیسې د مالي ستونزو له امله د واده مراسم ته په تمه وو.

هغه زیاته کړه: «په دې مراسمو کې شاوخوا یو میلیون افغانۍ مصرف شوي او د هرې جوړه لپاره د کورنۍ ځینې اساسي وسایل هم ورکړل شوي دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه ځوانان چې ډله‌ییز واده ورته برابر شوی و، خوښي څرګنده کړه او وې ویل چې د مالي ستونزو له کبله یې د دې توان نه درلود چې د خپل واده لپاره مراسم ونیسي.

یوه زوم الماس، نورو ځوانانو ته مشوره ورکوي چې د لګښتونو د زیاتوالي پرځای دې د واده مراسم په ډله‌ییزه توګه ترسره کړي.

په تېرو کلونو کې د خیریه موسسو ملاتړ د ډییزو ودونو د دود د پراختیا سبب شوی، څو ځوانان وکولای شي، د مالیاتي فشار پرته خپل ودونه وکړي او د ټولنې لپاره مثبت فرهنګي مثالونه رامنځته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام