د سرپرست حکومت چارواکي وايي چېد ایران او پاکستان پولې ته څېرمه د لسګونه افغانانو د ډلهییزې وژنې په تړاو د پلټنې لپاره پلاوی ټاکلی دی.
د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر په مشرۍ دغه پلاوي کې د دفاع، بهرنیوچارو او سرحداتو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست استازي ګډون لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي چې د پېښې د حقیقت له څرګندیدو وروسته به په دې اړه پرېکړه وکړي. «دې پلاوي ته دنده سپارل شوې چې دې برخه کې کره څېړنې وکړي او پایلې یې، ریاستالوزرا مقام سره شریکې کړي، څو اړین اقدامات وشي. پلاوي تېره شپه، پرون شپه او نن جدي کار کړی او هڅه لري چې قضیه روښانه کړي او هېوادوالو ته یې ورسوي.»
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي او د ایران د پولهساتو ځواکونو قومندان رضا شجاعي د ایراني پولهساتو ځواکونو لهخوا پر افغان کډوالو د ډزې راپورونه رد کړي دي.
له دې سره د چارو یوشمېر کارپوهان ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي تاریخ ته په اشارې سره، وایي، ایران باید د نړیوالو قوانینو لهمخې، دې مسلې ته ځواب ورکړي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه عبدالشکور دادرس وویل: «هر څه چې ول، اخیستې به مو ول او که کوم دلیل مو درلودای، ستاسو محکمه یې، په اړه حکم باید ورکړی وای؛ له بدهمرغه د محکمې له حکم او قانون پرته یې، صحرايي محکمه کړي، نو دغه جنایت د نړیوالو قوانینو له مخې، هېڅ دفاعي عنصر نهلري.»
یوشمېر افغانان بیا وايي چې هېواد کې د وزګارتیا او تنګسې له امله اړ دي چې ایران او له هغه ځایه د نړۍ نورو هېوادونو ته د ځان ورسوي.
عبدالقادر چې دامهال هرات کې دی او ایران ته د کډوالۍ هوډ لري، له سلاموطندار سره خبرو کې وویل چې د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له امله غواړي ایران ته لاړ شي. «د دې لپاره چې ښه ژوند ولرم، ژوند کې مې بدلون راشي او لږې پيسې پیدا کړم، د دې همدې لپاره غواړم کډوالي وکړم.»
د ایراني ځواکونو له لوري د لسګونه افغان کډوالو د وژل کېدو رپوټونو ته په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښودل شوي.
له دې ډلې څخه د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي، دې پېښې ته په جدي توګه اندېښمن دی او دغه پېښه باید په شفافه توګه وڅېړل شي.