د بلخ د مارمل ولسوالي اوسېدونکي او زلزله ځپلي وايي، محدودو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري او په ټوله ولسوالي کې یې یوازې یو دولتي کلنیک او دوه درملتونونه فعالیت لري.
دوی سلاموطندار ته وویل، د ولسوالي نفوس او د خلکو اړتیاوو ته په کتو دغه کلینیک د ټولو اړتیاووې نهشي پوره کولی او دوی مجبوره کیږي چې خپل ناروغان تر یو ساعت مزل وروسته مزار ښار ته ورسوي.
د مارمل ولسوالي اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې کلینیکونه ورته ډېر کړي.
په اړه یې د مارمل ولسوالي دوو اوسېدونکو محمد عارف او شېرمحمد وویل: «کلینیک لرو، ډېر کمزوری دی. یو څو ګولۍ ورکوي، د ځینو ناروغانو علاج کوي، خو چې له وس یې پورته وي، بیا یې مزار ته لېږي. زمونږ لارې خرابې دي، ان زمونږ ناروغان لاره کې ژوند له لاسه ورکوي. سړک خامه دی، دلته زمونږ ولسوالۍ کې د یوه بل کلینیک جوړولو چارې نیمه کې پاتې دي.»
«له سل سلنې ۹۰ سلنه د ډاکټر ستونزې لرو، ښه ډاکټر نشته، مجهز درملتون نشته، عاجل ناروغان مزار ته بیایو، بیخي ستونزې ډېرې دي، د صحت په برخه کې مو مشکلات نه حل کیږي.»
همدارنګه د مارمل ولسوالي د هاشماباد کلي استازی حمیدالله هم دغه ولسوالي کې خلکو ته د محدودو روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په اړه وايي:
«خصوصي روغتون هېڅ نهلرو، یوازې یو دولتي کلینیک دی. هغه هم له سل سلنې څخه تر ۴۵ سلنې پورې خدمات وړاندې کوي، له دې پورته خلکو ته درمل نهشي ورکولی.»
ورته وخت کې د مارمل ولسوالي اوسېدونکي چې دې وروستۍ زلزلې هم ځپلي له دولته غواړي چې دغه ولسوالي کې د نیمهکاره ۳۰ بستریز روغتون چارې هرڅه ژر پیل او بشپړې کړي.
د یاد روغتون چارې په تېر حکومت کې تر ۳۰ سلنې پورې مخ ته تللي، خو وروسته بیا په نامالوم دلیل ځنډول شوي.
د مارمل ولسوالي د «راحت اباد» او «لبحوض» سیمې دوو اوسېدونکو محمد نادر او حاجي قربان سلاموطندار ته وویل:
«مونږ دلته یو کلینیک لرو او که څه هم خدمات وړاندې کوي، خو د خلکو اړتیاوو ته په کتو بسنه نهکوي. درمل چې دغه روغتون ته ورکوي، درې درې میاشتې وروسته یې ورکوي، دا چې خلک ډېر دي، وضعیت ته یې رسېدنه نهشي کېدی. خلک مجبوره دي چې په ډېرو ستونزو سره ښار ته لاړ شي. له اسلامي امارته غواړو چې مونږ ته د هماغه ۳۰ بستریز روغتون نیمه تمامه چارې بشپړې شي.»
«مارمل ولسوالي کې یو ابتدايي کلینیک دی، په کوم حد چې باید د خلکو ستونزې حل کړي نهشي کولی. مزار ته مو لاره ډېره خرابه ده، ناروغان په ستونزو مزار ښار ته وړو. غواړو چې دلته مارمل ولسوالي کې هغه ۳۰ بستریز روغتون چې کارونه یې نیمه کاره دي، هرڅه ژر چارې پیل او بشپړې کړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
روغتیاپالان هم مارمل ولسوالي کې د صحي پرسونل او د خدماتو کمښت او دغه برخه کې د ولسونو ستونزې تاییدوي.
د مارمل ولسوالي د کلینک امر ډاکټر ذبیحالله اختري وايي، یوه اونۍ کې دغه روغتون ته شاوخوا ۵۰۰ ناروغان مراجعه کوي او دوی ورته خدمات وړاندې کوي.
هغه وویل: «مونږ تر ټولو مهم خدمات چې وړاندې کوو، تر ۵ کلنۍ کم عمرو ته خدمات دي. د زېږون برخه کې خدمات کوو. د ماشومانو د خوارځوکۍ برخه کې خدمات وړاندې کوو او تر ټولو مهم د واکسین مسله ده. د دې ترڅنګ، د OPD ټولو برخو کې خدمات شته، هم نارینه او ښځینهوو ته.»
د بلخ روغتیايي مسوولان وايي، هڅه کوي چې ټولو هېوادوالو ته بشپړ روغتیايي خدمات ورسیږي.
دوی ډاډ ورکوي چې نږدې راتلونکې کې به د بلخ ولایت په ټولو ولسوالیو کې نوي منظم روغتیايي مرکزونه جوړ شي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند کمال خان ځدراڼ وویل: «د مارمل ولسوالي په روغتیايي مرکز کې زمونږ ډاکټران په خدمت بوخت دي، نو کوم څه ته چې ضرورت لري، مونږ کوښښ کوو چې ورته پوره یې کړو. تر څو هغه هېوادوال مو چې خدماتو ته لاسرسی نه لري، ترې مستفید یې کړو. نو د عامې روغتیا ریاست تل هڅه کوي کوم ځای چې کې روغتیايي مرکزونه نشته هلته روغتیايي مرکزونه جوړ کړي. او هېوادوالو ته بشبړ روغتیايي خدمات ورسوي. مونږ هڅه کوو په نږدې راتلونکې کې به د بلخ ولایت په ټولو ولسوالیو کې یو ښه منظم مرکزونه او روغتونونه رامنځ ته شي.»
د مسوولانو په وینا، د مارمل ولسوالي ۳۱ کلي او شاوخوا ۱۷ زره نفوس لري چې دې وروستۍ زلزلې د دغې ولسوالي ۳ کلیو کې ۱۴۶ کورنۍ زیانمنې کړي دي.