Asset 1SWN

مارکو روبیو: پر غزې د حماس د واکمنۍ دوام ته اجازه نه‌‌ورکوو

حماس ډله

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د فلسطین حماس ډلې ته اجازه نه‌شو ورکولای چې پر غزې خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي: «نشي کېدای حماس ته اجازه ورکړو چې پر غزې خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړي.»

روبیو زیاته کړه چې د غزې جګړه هغه مهال پای ته رسېدای شي چې حماس نور د پوځي ګواښ په توګه ونه ګڼل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه د یوشمېر اروپايي هېوادونو له لوري د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندنه د دغو هېوادونو د کورنیو سیاسي فشارونو پایله وبلله او ټینګار یې وکړ چې د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې راتلونکی به د ملګروملتونو له پرېکړې سره تړاو ونه‌لري.

بل‌خوا د ډلې په مصر کې د سولې خبرو تازه لړۍ پیل کړې چې موخه یې، غزه کې اوربند او د مرستو لېږد دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام