د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو د ملګروملتونو له لوري پر ایران د بندیزونو د بیالګولو وروسته، له تهران څخه وغوښتل چې «له ځنډ پرته» له واشنګټن سره د مستقیمو خبرواترو منلو ته چمتو شي.
روبیو ویلي: «ډيپلماسي لاهم یو اختیار کې ده او د یوې هوکړې ترلاسه کول د ایران د ولس او د نړۍ لپاره غوره پایله ده. د دې کار د عمليکېدو لپاره اړینه ده چې ایران په رښتینې نیت او پرته له ځنډ او خنډ د مستقیمو خبرو اترو مېز ته کېني.»
هغه په خپل پیغام کې زیاته کړې: «نن ماښام د ملګروملتونو د بندیزونو د فعالېدو میکانیزم په ایران کې عملي شو. موږ د فرانسې، جرمني او برېتانیا پرېکړه او عزم ستایو. شپږ پرېکړهلیکونه بېرته فعال شوي چې د ایران د یورانیمو بډاینې مخه نیسي او پر اټومي پروګرام یې بېرته محدودیتونه لګوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
روبیو پر نورو هېوادونو هم غږ کړی چې ژر تر ژره دغه بندیزونه په بشپړ ډول عملي کړي.
دا غوښتنه وروسته له هغې کېږي چې د «میکانیزم ماشه» موده چې د تېرې اګست میاشتې په پای کې د پاریس، لندن او برلین له لوري د ایران د ژمنو د نه عملي کېدو له کبله فعاله شوې وه، د شنبې ماښام پای ته ورسېده او په پایله کې د ملګروملتونو بندیزونه بېرته نافذ شول.
یاد بندیزونه د ایران د بهرنیو شتمنیو کنګلول، تهران سره د وسلو هر ډول راکړه ورکړه بندول او د بالستیک توغندیو د هر ډول پرمختیايي پروګرام د مجازاتو په څېر تدابیر رانغاړي. دغه ګامونه د ۲۰۱۵م کال د اټومي تړون له مخې، د «سنپبک» په نوم د میکانیزم له لارې بېرته فعال شوي دي.