Asset 1SWN

د مالیزیا لومړی وزیر: پر اسراییلو دې تسلیحاتي بندیزونه ولګول شي

OIP (1)

د مالیزیا لومړی وزیر انور ابراهیم وايي چې د فلسطیني وګړو پروړاندې د روانې نسل‌وژنې پای ته رسولو لپاره دې، پر اسراییلو تسلیحاتي بندیزونه ولګول شي.

نوموړي دغه څرګندونې د عرب ټولنې او اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې کړې. دغه غونډه د سعودي عربستان په کوربه‌توب روانه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ابراهیم د خپلې وینا پرمهال ویلي چې په منځني ختیځ کې د اسراییلو د روان تیري پای ته رسولو لپاره بېړنيو اقداماتو ته اړتیا ده.

هغه همداراز لبنان کې پر سوله‌ساتو ځواکونو د اسراییلو بریدونه هم په کلکو ټکو غوندلي دي.

انور ابراهیم زیاته کړه چې اسراییلو پر لبنان، عراق، ایران، یمن او سوریه باندې ښکاره او نه‌کنټرولېدونکي تېري مخنیوي لپاره پرېکنده اقدام ته اړتیا ده.

د مالیزیا لومړي وزیر ټينګار وکړ چې هېوادونه غزه کې د انروا «د فلسطیني بې‌ځایه شویو لپاره د ملګروملتوننو مرسندویه سازمان» څخه په متزلزله توګه ملاتړ کوي او په وینا یې، په دې اړه هم باید اقدام وشي.

اسراییلي ځواکونو له تېرې یوې میاشتې راهیسې له غزې سربېره، لبنان، یمن، سوریه او ایران باندې هم بریدونه کړي چې د یادو بریدونو پرمهال سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

همداراز غزه چې دا مهال تر سختې کلابندۍ لاندې ده، زرګونه کسان د لوږې له لوړ ګواښ، روغتیايي او نورو خدمتونو له نشتون سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام