Asset 1SWN

سلام وطندار

د مالیزیا لومړی وزیر: د اسراییلي رژیم مخه باید ونیول شي

image-1747309137

د مالیزیا لومړی وزیر انور ابراهیم، وایي چې د غزې د مرستو د کاروان پر کښتیو د اسراییلي کمانډو ځواکونو له لوري د ۲۳ مالیزیايي وګړو د نیولو خبر ورکړی دی.

انور ابراهیم په یوه ویډیويي پیغام کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی، ویلي، د نیول شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره به د منځني ختیځ له مشرانو ــ په ځانګړې توګه د ترکیې، مصر او قطر ــ څخه مرسته وغواړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه ټینګار وکړ: «زه یو ځل بیا پر دې تاکید کوم چې د اسرائیلي رژیم له لوري روان ظلم او بې‌عدالتي باید ژر تر ژره ودریږي. مالیزیا به هېڅکله چوپ پاتې نه‌شي، کله یې چې د خپلو خلکو حقونه او عزت تر پښو لاندې کېږي.»

مالیزیا لومړي وزیر له دې وړاندې هم پر اسراییلو د دوی د کړنو له امله سختې نیوکې کړې وې او په دې تړاو یې، د نړیوال غبرګون غوښتنه هم کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام