د مالیزیا لومړی وزیر انور ابراهیم وايي چې دغه هېواد د فلسطین له خلکو ملاتړي کوي او اسراییل په رسمیت نهپېژني.
انور دا څرګندونې جمعه، نومبر ۱۵مه په پېرو کې د اسیا – پسیفیک اقتصادی همکارۍ (APEC) په سرمشریزه کې د خبری کنفرانس پرمهال کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه په دغه خبري کنفرانس کې هر هغه وړاندیز رد کړ چې د مالیزیا حکومت پلان لري، د اسراییلو پر لور خپل ډیپلوماتیک واټن بدل کړي.
د نوموړي په وینا، مالیزیا باید د اسراییلو پروړاندې خپل دریځ د عدالت موضوع په څېر وساتي.
هغه ویلي: «په نړیوال سېسټم کې یوشمېر ورته ډيفکټو او ډيجوري، وايي، په ملګروملتونو سازمان کې شتون لري، خو مالیزیا تراوسه د اسراییلو د رسمیتپېژندنې موضوع ردوي.»
انور ابراهیم همداراز وویل چې مالیزیا یوازینی حکومت دی چې د اسیا – پسیفیک اقتصادی همکاریو سرمشریزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسراییلو د روانو تاوتریخوالو په اړه پوښتنې ولاړې کړې.
هغه وویل: «موږ څنګه کولای شو چې د اقتصاد او ازادې سوداګرۍ په اړه خبرې وکړو، په داسې حال کې چې د ملت حقونه ترې اخیستل شوي؟ دا د عدالت مسله ده. مالیزیا به د اړتیا په صورت کې د فلسطین له خلکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»
د مالیزیا لومړي وزیر له دې وړاندې هم په سعودي عربستان کې د عرب ټولنې او اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ ناسته کې د اسراییلو بریدونو ته توغند غبرګون ښودلی و.