Asset 1SWN

د میدان‌وردګ والي: بې‌سرپرسته کورنیو لاسنیوی د هر مسوول دنده ده

08e30a2b-6e63-4e1f-9db7-8e92a419f3bc

د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ د دغه ولایت په مرکز میدانښار او یوشمېر نږدې ولسوالیو کې پر ۲۵۰ بې‌سرپرسته کورنیو نغدي او د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

معاذ د یادو مرستو پرمهال وویل، د ا.ا د هر مسوول دنده ده چې د بې‌سرپرست او بې‌وزله کورنیو لاسنیوی وکړي.

د نوموړي په وینا، د بې‌وزله، شهیدانو او بې‌رپرست کورنیو لاسنوي ورته لومړیتوب لري او هڅه کوي چې دغه مرسته د میدان‌وردګ پاتې ولسوالیو ته هم وغځوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د میدان‌وردګوالي چې د نغدي او غیرنغدې مرستو د وېش مشري کوله د دغه ولایت د یوشمېر ادارو رییسانو او مسوولانو یې هم ملتیا کوله او د هر بې‌وزله او بې‌سرپرسته کورنیو یې په خپل لاس نغدي مرسته او خوراکي توکې ووېشل.

بل‌خوا بې‌زله او بې‌سرپرسته کورنۍ هم خوښې دې چې له کوچني اختر رارسېدو وړاندې ورسره ولایتي ادارې نغدې او غیرنغدي مرسته وکړه، خو ټینګار کوي شوې مرسته دې دوامداره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام