د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ یوه بڼوال سیداغا سلاموطندار ته وویل، هر کال چې له خپلو بڼونو څخه حاصلات ترلاسه کړي، یاد بڼونه او ونې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.
دی وایي، له حاصلاتو راټولولو وروسته د ونو وچ شوي خاښونه او څانګې غوڅوي او ځمکه یې هر اړخیزه نرموي.
دا بڼوال کرنې او مالدارۍ وزارت ته وړاندیز کوي چې بڼوالو ته له حاصلاتو ترلاسه کولو وروسته د بڼونو مدیریت په اړه بشپړ پوهاوی او وسایل ورکړي.
«زما نوم سیداغا ده کله چې مونږ له خپلو بڼونو حاصلات راټول کړو، د بېلګې په توګه مڼې دي د انګورو طاقونه دي، بیا مونږ د ونو شاخ بوري کوو، اضافه خاښونه یې غوڅوو تر څو راتلونکې کال کې غوره حاصلات ورکړي او همدارنګه یې ځمکه نرموو او ښوره ورکوو.»
بلخوا د سیداباد ولسوالۍ یوه بڼوال سلطانجان سلام وطندار راډيو ته وویل، د پخوا په پرتله دغلته بڼوالۍ وده کړې ده او هر کال د دغه ولایت بڼوال له خپلو بڼونو څخه سلګونه ټنه میوې ترلاسه کوي.
ده وویل، له حاصلاتو راټولولو وروسته د بڼونو میوه لرونکې ونې شاخ بوري کوي، ښوره ورکوي او ځمکه یې په مني او پسرلي کې د بېل په وسیله نرموي.
«کله چې مونږ له ونو میوه راټوله کړو، بیا په ونو ځینې مرحلې ترسره کوو، لومړي سر کې یې د ونو اضافي او ناکاره خاښوونه غوڅوو، د ونو بېخونه په تراکتور او یاهم په بېل نرمو ترڅو د ژمې پر مهال دواورې ډیرې اوبه جذب کړي او بیا مونږ ډېراني سره ورکوو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هاخوا د بڼوالۍ د برخې کارپوو محمد رفیع ابراهیمي سلام وطندار راډیو ته وویل، که څه هم د پخوا په پرتله دغلته د بڼوالو د پوهاوي کچه لوړه شوې ده، خو بیا هم بڼوالو ته لازمه د چې له خپلو بڼونو د میوو له ترلاسه کولو وروسته د خپلو بڼونو ځانګړې پالنه وکړي.
ابراهیمي زیاتوي، بڼوال باید له حاصلاتو راټولولو وروسته خپلو بڼونو ته په دوه پړاونو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغه وویل، لومړي سر کې بڼوال باید د ونو اضافي ښاخونه غوڅ کړي او په دوهم پړاوو کې یې ځمکه نرمه او خړوبه کړي.
« له حاصلاتو راټولولو وروسته په بڼونو دوه ډوله عملیات ترسره کیږي چې یو یې په ونه او دوهم ډول یې په ځمکه ترسره کیږي چې لومړي سر کې ونې څخه اضافي خاښونه غوڅیږي، ناروغ خاښونه ترې لرې کیږي، درمل پرې پاشل کیږي او همدارنګه پ دوهمه مرحله کې ښوره ورکوي، ځمکه نرمیږي او بیا خړوبیږي»
د میدان وردګ ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بڼوالۍ امر عیدمحمد ظاهري سلام وطندار راډیو ته وویل، د پخوا په پرتله میدان وردګ ولایت کې د بڼوالۍ مدیریت په تړاوو د بڼوالو د پوهاوی کچه لوړه شوې ده.
هغه ټینګار وکړ چې بڼوالي باید له حاصلاتو راټولولو وروسته خپلو بڼونو پالنې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او که په دې برخه کې له ستونزو سره مخ وي، کرنې او مالدارۍ ریاست ته دې مراجعه وکړي.
« بڼوال باید له حاصلاتو رآټولولو وروسته خپلو بڼونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، په ونو لایم سلفر، یوریا سفري او ژمني غوړي وشېندي او همدارنګه خپلو بڼونو ته حیواني سرې ورکړي او همدارنګه له بڼوالو مو غوښتنه داده چې بڼونو ته د اوبو رسولو لپاره قطري سیستم نصب کړي. »
میدان وردګ د هیواد یوه له کرنیزو ولایتونو شمیرل کیږي چې ډیری اوسیدونکي یې په کرنه او بڼوالۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سبمالوي.