Asset 1SWN

مکرون: که ټرمپ د نوبل جایزه غواړي، د غزې جګړه دې ودروي

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وايي، که د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ رښتیا هم غواړي چې د سولې نوبل جایزه ترلاسه کړي، باید د غزې جګړه پای ته ورسوي.

مکرون له نیویارک څخه فرانسوي «بی‌اِف‌اِم» تلویزیون سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې یوازې د امریکا ولسمشر کولای شي، پر اسراییل د جګړې د بندېدو فشار راوړي. هغه وویل: «موږ د جګړې د دوام لپاره وسلې نه‌ورکوو، خو امریکا دا کار کوي، نو یوازې واشنګټن کولی شي اغېزناک فشار راوړي.»

ټرمپ د ملګروملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د فلسطین د رسميت پېژندنې مخالفت وکړ، خو هم‌مهاله یې د ژر تر ژره اوربند او د سولې د خبرو غوښتنه وکړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


مکرون د ټرمپ د خبرو په اړه وویل چې د سولې نوبل جایزه یوازې هغه وخت ترلاسه کېدای شي چې د غزې جګړه ودریږي. د راپورونو له مخې، څو هېوادونو له هغې ډلې اسرائیل، پاکستان او کامبوج ټرمپ د سولې نوبل جایزې لپاره نومولی دی.

مکرون خبرداری ورکړ چې د غزې جګړې دوام به د بشري ناورین ترڅنګ د منځني ختیځ او نورو سیمو بې‌ثباتي هم زیاته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام