د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله نن سهشنبه، جون ۱۱مه د شل اووره سیالیو نړیوال جام کې د کاناډا پر وړاندې لوبه کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام د افغانستان پر وخت ۷ بجې په «ناساوو کانټي کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې د امریکا او وېستانډیز په کوربهتوب د روان شل اووره سیالیو نړیوال جام ګروپ پړاو لوبو کې دوه سیالي کړي چې دواړه یې بایللې دي.
کاناډا بیا یوه سیالي ګټلې او یوه یې بایللې ده. ایرلنډ بیا دوه لوبې کړي او دواړه یې بایللې دي. په اې ګروپ کې دا مهال هند او امریکا لومړي او دویم ځای کې شتون لري. له هر ګروپ دوه لوبډلې بل پړاو ته د تلو چانس لري.
د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه کې په حیرانوونکې توګه له امریکا ماته وخوړه او له هغه وروسته یې په یوې په زړه پورې لوبه کې له خپل سیال هند څخه له ماتې سره مخ شو.
د یادو سیالیو په ترڅ کې بیا سوېليافریقا بنګلهدېش ته ماته ورکړه او لومړۍ لوبډلې په توګه یې د یاد جام بل پړاو ته لاره پیدا کړه.