Asset 1SWN

لوګر کې «سفېدسنګ» لوبډلې د پسرلي جام کرېکټ سیالیو اتلولي وګټله

f220a7a4-272b-4828-b2fa-be125d47ba81

د لوګر کرېکټ امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې د ولایت په کچه د لس غوره لوبډلو ترمنځ د کرېکټ شل اوریزې سیالي د «سفېدسنګ» کرېکټ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د کرېکټ امر حشمت‌الله ستانکزي سلام‌وطندار ته وویل، د کرېکټ دغه شل اوریزې رسمي سیالي دوه اوونۍ وړاندې د یاد امریت له لوري د «پسرلي جام» په نوم پیل شوې وي چې نن پای ته ورسېدې.

هغه زیاته کړه، د یادو سیالیو پای‌لوبې ته د سفیدسنګ او فلاح کرېکټ لوبډلو لاره موندلې وه چې سفېدسنګ کرېکټ لوبډلې وکولای شول، خپلې سیالې لوبډلې ته د ۵ منډو په توپېر ماته ورکړي او د پسرلي جام اتلولي په خپل نوم کړي.

نوموړي وویل چې له یادو سیالیو جوړیدو څخه موخه د لوګر په کچه کرېکټ ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همغږۍ رامنځته کول وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ده وویل، هڅه کوي چې ورته سیالي د لوګر په مرکز پل علم  او ولسوالیو کې هم جوړې کړې دي.

بل‌خوا د یادو سیالیو یوه لوبغاړي سیدمحمد سلام‌وطندار ته وویل، دا ډول سیالي کولای شي چې د ورزش‌کارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کړي او د ورزش‌کارانو ظرفیت کچه لوړه کړي.

نوموړي د لوګر په کرېکټ امریت غږ وکړ چې لوګر کې د کرېکټ ورزش‌کارانو ته د ظرفیت لوړونې ترڅنګ، د معیاري لوبغاړي او وسایلو برابرولو برخه کې خپلې هڅې ونه‌سپموي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام