د لوګر ځايي مسوولان وايي، هغو کورنیو ته چې دې وروستیو کې له پاکستان او ایرانه په زور ایستل شوې، نږدې ورځو کې د مرکز پلعلم اړوند د کډوالو ښارګوټي کې استوګنیزې نمرې وېشل کیږي.
د لوګر د کډوالو او راستنېدونکو چارو امریت د ادغام مدیر عبدالهادي حقجو سلاموطندار ته وویل، د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر دامهاله شاوخوا ۲۵۰۰ کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایرانه لوګر ته راستنې شوي.
د هغه په وینا، ځینې یادې کورنۍ خپلو اصلي مېنو ته تللي، خو یو شمېر نورې یې په کرايي کورونو او یا هم د خپلو خپلوانو په کورونو کې مېشتې شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ښاغلي حقجو زیاته کړه چې یادو راستنو شويو کورنیو ته د بېلابېلو ادارو او مرستندویو بنسټونو له لوري اړینې بشري مرستې رسول شوي او د دوی په ګډون د تېرو کلونو راستانه شويو کورنیو لپاره به په نږدې راتلونکې کې د مرکز په کډوالو ښارګوټي کې د ۱۷ زره استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ پیل شي.
ورته مهال، له پاکستان څخه راستانه شويو کډوالو د اسلامي امارت او خپلو هېوادوالو له ملاتړ او همکاریو مننه وکړه او له اړوندو ادارو او مرستندویو موسسو یې وغوښتل چې د کارموندنې فرصتونو برابرولو او د استوګنیزو نمرو د منظم وېش په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د یادونې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې تراوسه لوګر ته له پاکستان او ایران هېوادونو څخه نږدې ۷ زره کورنۍ راستنې شوي دي.