Asset 1SWN

لوګر کې سږکال څه باندې ۸۰۰ ټُنه د چرګانو غوښه تولید شوې

چرګانو غوښه-فارم

د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د ۱۴۰۴کال له پیل راهیسې تر دې دمه د دې ولایت د شته ۷۶ غوښینو چرګانو فارمونو څځه څه باندې ۸۰۰ ټُنه د چرګانو غوښه تولید او بازار ته وړاندې شوې ده.

د دغه ولایت د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو ریاست د مالدارۍ امر، ډاکټر ثناالرحمن ثنایي سلام‌وطندار ته وویل چې په لوګر کې د چرګانو د روزنې او غوښې د تولید فارمونه د ۷۰۰ چرګانو له ظرفیت څخه نیولې، تر ۹۰۰۰ چرګانو پورې فعالیت لري.

د ده په وینا، د ۱۴۰۴کال له پیل څخه تر دې دمه د دغو فارمونو له لارې نه یوازې لوګر، بلکې ګاونډیو ولایتونو ته هم د چرګانو غوښه صادر شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ثنایي زیاته کړه چې د موجوده ۷۶ فارمونو ترڅنګ سږکال ۸ نوي فارمونه هم جوړ شوي او تولیدي ظرفیت یې د پام وړ لوړ کړی دی.

هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د چرګانو د روزنې او هګیو د تولید د هڅونې په موخه یوشمېر بې‌وزلو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه هم وېشل شوي چې هر یو یې په اوسط ډول هره ورځ له ۲۰ څخه زیاتو هګیو د تولید او بازار ته د وړاندې کولو ظرفیت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام