Asset 1SWN

سلام وطندار

د لوګر امنیه قومنداني: هټیوال دې د پټاقیو له پلور ډډه وکړي

3447a4a7-fb5e-4a55-82d7-80349635400d

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د خوښیو مراسمو کې په هر ډول ډزو بندیز لګېدلی او هټيوال نه‌شي کولای چې پر خلکو فشنګونه او پټاقۍ وپلوري.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلام وطندار ته وویل چې د امنیه قومنداني پولیسو د پل‌علم ښار له ګڼ‌شمېر هټیو چاودېدونکي توکي او پټاقۍ چې خلک ورڅخه د خوښیو مراسمو کې کار اخلي، راتولې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې په ټول لوګر کې د خوښیو مراسمو کې د پټاقیو او چاودېدونکو توکو په کارونې کلک بندیز لګېدلی او که څوک سرغړونه وکړي، امنیتي ځواکونه به یې ونیسي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


انس زیاتوي چې د ډېری سیمو کې خلکو دوې ته شکایت کړی چې د شپې پرمهال د خوښۍ مراسمو کې له هوایي پټاقیو کار اخلي چې دغې چارې د شپې پرمهال خلکو ته اندېښنې راپیدا کړي دي.

د لوګر اوسېدونکي هم د امنیه قومنداني له لوري د پورته شوې ګام هرکلی او ملاتړ کوي، خو ټینګار کوي چې یاده پرېکړه دې په ټولو هېوادوالو یو ډول عملي شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام