Asset 1SWN

د لوګر امنیه قومنداني: افغانستان انټرنېشنل ټلوېزیون سره همکاري‌کوونکي به مجازات شي

tv-player-placeholder

د لوګر امنیه قومنداني د دغه ولایت له ټولو خبریالانو، شنوونکو اوسېدونکو څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان انټرنېشنل راډيو-تلویزیون له لیدو او همکاري ډډه وکړي او سرغړوونکو سره به قانوني چلن کېږي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس رسنیو ته په لېږلي یوه غږیز پيغام کې ویلي: «افغانستان انټرنېشنل راډیو-تلوېزیون چې د هېواد څخه بهر د سټلايټ په مرسته د افغانستان جغرافیه کې خپرونې کوي یاده رسنی په لوی لاس ځينې مسلکي سرغړونې او له اخلاقي او حقوقي پولو څخه تېری کوی، ټولنیزې هوساینې، اخلاقي او رواني امنیت ته زیان رسوي او د خپرونو اډیانه یې له افغاني اصیل کلتور او دیني ارزښتونو سره په ښکاره ټکر کې دی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د لوګر امنيه قومنداني د یاد ولایت ټولو شنونکو، کارپوهانو، او خبریالانو ته خبر ورکړی چې له دوی سره په بحثونو او نشریاتو کې له ګډون او له هر ډول همکاري څخه ډډه وکړي.

انس همدارنګه زیاته کړه، که د لوګر خبریالان، شنونکي او عام خلک له افغانستان انټرنېشنل راډيو-تلویزیون سره هر ډول همکاري وکړه، مجازات به شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو سرغړاوي کمېسیون له لوري د یوې خبرپاڼې په خپرولو له هیوادوالو غوښتل شوي وو چې د یادې رسنۍ له لیدلو او همکارۍ ډډه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام