Asset 1SWN

لوګر کې د «رمضان جام» په نوم د سوک‌وهنې سیالي پای ته ورسېدې

d8ff8099-c409-4f21-9bc0-53c4f9f55606

د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د سوک‌وهنې فدراسیون له لوري د «رمضان» جام په نوم د سوک‌وهنې یوه ورځنۍ سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجنیر مزمل نعیم زي سلام وطندار راډیو ته وویل، دغه سیالۍ د ولایت په کچه د ۵۴ غوره لوبغاړو ترمنځ جوړې شوې وې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نعیم‌زي زیاته کړه، د یادو سیالیو له جوړیدو څخه یې موخه په دغه ولایت کې د سوک وهنې ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول او د ولایت په کچه د غوره لوبغاړو پېژندل وو.

د ده په وینا، د یادو سیالیو لومړی مقام د ناک ډاون بوکسینګ کلب، دوهم مقام باتورانو کلب او درېم مقام شاهین کلب خپل کړ.

د جوړو شویو سیالیوی یوه لوبغاړي احمدجان سلام وطندار راډيو ته وویل، خوښ ده چې د ولایت په کچه د لسګونه غوره ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې یوه ورځينۍ سیالۍ تر سره شوې.

نوموری ټینګار کوي چې د سوک وهنې عمومي فدراسیون دې د لوګر ولایت په ګډون د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورزشکارانو ظرفیت لوړولو لپاره ورته سیالیو جوړیدو ته دوام ورکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هیره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ولایت په کچه د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د والېبال ژمنۍ سیالۍ ترسره شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام