Asset 1SWN

د لوګر لوړو زده‌کړو موسسې پوهنتون ته ارتقا وکړه

لوګر پوهنتون

د لوګر ځايي چارواکي وايي، د لوړو زده‌کړو وزارت رسمآ د دغه ولایت د لوړو زد‌ه‌کړو موسسه پوهنتون ته ارتقا‌ کړه.

د لوګر پوهنتون مطبوعاتي مسوول محمد نسیم ریحان سلام‌وطندار ته وویل، د دغه ولایت د لوړو زده‌کړو مؤسسې د پوهنتون ټول شرایط پوره کړي وو او د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري پوهنتون ته ارتقا ورکړل شوه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل، د لوګر پوهنتون دامهال شاوخوا ۱۵ سوه زده‌کړیالان لري چې د کرنې، شرعیات، ښوونې او جیولوجي پوهنځیو کې زده‌کړې کوي.

ریحان زیاتوي چې د لوګر پوهنتون لپاره دوه نوې پوهنځۍ کمپيوټر ساینس او عامه اداره هم منظورې شوي چې نږدې راتلوونکې کې به محصلان جذب کړي.

د یادونې ده چې د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسه په ۱۳۹۳ هجري لمریز کال کې تاسیس شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام