د لوګر مرکز پلعلم ښار او یوشمېر ولسوالیو څارويلرونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د شېدو پروسس مرکزونو نشتون له امله خپل د مالدارۍ محصولات په نیمه بیه بازار کې پلوري.
د لوګر د برهکي برک ولسوالي یوه مالدار رسولګل سلاموطندار ته وویل، د پخوا په پرتله دغلته مالدارۍ پرمختګ کړی، خو د مالدارۍ د لبنیاتو د راټولولو، پروسیس او بازار نشتون له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا مالدار له کرنې او مالدارۍ وزارت څخه غواړي چې د لوګر مالدارانو ته پاملرنه زیاته کړي. د مرکز پلعلم د کلنګار سیمې یوه مالدار وحیدالله سلاموطندار ته وویل، لوګر کې د لبنیاتو د پروسیس مرکزونو نشتون له امله له غواګانو څخه په لاس راغلې شېدې په ۲۰ افغانۍ پلوري.
ده وویل، که مالدارنو ته د شېدو د راټولولو وسایل، مرکزونه، پروسیس مرکزونه رامنځته شي مالدارۍ به دوه برابره وده وکړي.
بلخوا د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد هم تاییدوي چې په دغه ولایت کې د شېدو پروسیس معیاري مرکزونو کمښت سره مخامخ دي، خو زیاتوي چې د ملګرملتونو د خوړو او کرنې نړیوالو پروګرام (FA0) له لوري همدا تېره اوونۍ هم په برهکې برک ولسوالي کې په دوه زره مالدارو د شېدو راټولولو وسایل ووېشل شول.
نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې د لوګر د مالدارانو غوښتونو ته رسېدنه وشي.