Asset 1SWN

د لوګر پوهنې ریاست: دغه ولایت کې ۹۰ښوونځي ودانۍ نه‌لري

لوګر پوهنې ریاست

د لوګر پوهنې ریاست وایي چې په مرکز پل‌علم او شپږ ولسوالیو کې شاوخوا ۹۰ ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي یې په کرایه کورونو او یا هم په ازاده فضا کې له پراخو ستونزو سره سره په لیک‌لوست بوخت دي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، لوګر کې ۲۸۷ دولتي ښوونځي شتون لري چې د یادو ښوونځيو له ډلې ۹۰ ښوونځي ودانۍ نه‌لري او سل هغه یې بیارغونې ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عرب زیاته کړه، روان کال پوهنې وزارت د یو شمیر کورنیو او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ۱۴ بابه ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړه وي او ۱۳ بابه ښوونځي به بیاورغوي.

هغه همدارنګه وویل، اوس مهال د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د شاوخوا ۱۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵ بېلابېلې پروژې تر کار لاندي دي.

لوګر ولایت مرکز پل علم ښار یوه اوسیدونکي نعمت الله سلام وطندار راډيو ته وویل، د پوهنې اړوند د ولایت په کچه تر ټولو لویه ستونزه د ښوونځيو ودانیو نشتون ده.

هغه زیاتوي، ډيری سیمو کې د ښوونځيو ودانیو نشتون او کمښت له امله د زده کوونکو روان درسي بهیر هم زیانمن شوی ده.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لوګر پلازمینې کابل ته څېرمه پروت ولایت ده چې په ۲۸۷ بابه ښوونځيو کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۱۵۰ زره زده کوونکي په لیک لوست بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام