Asset 1SWN

سلام وطندار

د لوګر فرهنګیان: د هېواد پرمختګ لپاره د ولسونو یووالي مهم دی

dd394dcc-d30e-48d9-9941-051e0d6a9a96

د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت مرکز پل علم او ولسوالیو کې یې د ځوانانو د یوالي او همغږۍ لپاره هڅې پيل کړې دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري تېره شپه په مرکز پل علم کې د شاعرانو، لېکوالانو او فرهنګیانو د یوالي او همغږۍ په پار غونډه جوړه شوې وه.

د لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست رئيس مولوي فیض الله جوهري یادې غونډې ته وویل، اسلامي امارت د ځوانانو قربانیو په پایله کې واک ته رسیدلی ده او اړتیا ده چې دغه ځوانان په ټولنه کې یوالي او همغږي پاتې شي او خپل هیواد ته کار وکړي.

جوهري وویل، د لوګر ولایت ځوانان او فرهنګیان تر بلې هرې سیمې ډیره قرباني ورکړې ده او دوي هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې د دغه ولایت ځوانانو ته فرصتونه برابر کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونو ریئس رفیع الله صمیم وویل، د افغانستان د پرمختګ او ولسونو د یوالي برخه کې د ځوانانو په ځانګړې توګه د لېکوالانو، شاعرانو او فرهنګیانو هڅې مهمې دي.

نوموړي په ځوانانو غږ وکړ چې د خپل هیواد د پرمختګ لپاره په هره اړخیزه توګه زده کړو ته مخه کړئ.

د غونډې په پای کې یو شمیر شاعرانو او لېکوالانو د خپلو خبرو او ویناوو په ترڅ کې په ا.ا غږ وکړ چې د لوګر ولایت فرهنګیانو او ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام