بازمحمد چې هېواد کې د وروستیو جګړو له امله خپل معلول شوی، د ۸ کسیزې کورنۍ سرپرستي ورلهغاړې ده.
هغه چې د لوګر مرکز پلعلم ښار کې ژوند کوي، سلاموطندار ته وویل، له وزګارتیا او ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی او هغه حقوق چې د دولت له لوري ورکول کېږي، د ژوند اړتیاووې یې پرې نهشي برابرولی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دی له سوال کولو څخه کار کول غوره بولي، خو په وینا یې چې دغه ولایت کې د کارکولو فرصتونه او مرستې هم کمې شوي دي.
هغه وویل: «زه د خپلې کورنۍ اته کسانو مسؤولیت په غاړه لرم، حکومت څخه مو غوښتنه داده چې له معولینو سره ژر تر ژره مرسته وکړي، ځکه زما په ګډون د معلولینو اقتصادي وضعیت ناوړه ده، زمونږ د ماشومانو زده کړو ته باید اسانتیاوې برابرې شي او زمونږ میاشتنی حق باید هره میاشت په خپل وخت راکړل شي.»
برهکی برک ولسوالي کې معلولخان وزیر هم سلاموطندار ته وویل، د حکومت او موسسو له لوري معلولانو سره شوې مرستې بسنه نهکوي او اړتیا ده چې دوی سره اساسي مرستې وشي.
ده وویل، خلک او موسسې معلولانو ته ان د کار کولو چانس هم نهورکوي او ټولنه کې ورته په کمه سترګه ګوري.
نوموړي وویل: «مونږ له دولت څخه د کار غوښتنه کوو، دولت چې مونږ سره یوه بوجۍ اوړه او یا هم یو یوتل غوړي راسره مرسته کوي په دې زمونږ درد نه دوا کیږي او مونږ باید همیشه بوخت شو تر څو په خپلو پښو ودریږو.»
دغه معلولان له دولت څخه د دوامداره کار او مرستې غوښتنه کوي. د لوګر ځايي مسوولان د معلولانو ستونزې تاییدوي، خو ډاډ ورکوي چې وضعیت ته یې رسېدنه کوي.
د لوګر د شهیدانو او معلولانو چارو رییس مولوي هجرتالله سلاموطندار ته وویل، د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د شهیدانو کورنیو او معلولانو سره د پام وړ مرستې شوي او دغه لړۍ لاهم دوام لري.
هغه وویل: «د لوګر معلولینو اقتصادي وضعیت خراب ده، دوي له ناوړه اقتصادي وضعیت او وزګارتیا څخه کړیږي، که چیرې دولتي ادارې او خیریه بنسټونه ورسره همکاري وکړي دا به یو لوی شفقت وي، مونږ د تېرو شپږو میاشتو حقونه ورکړي دي او هڅه کوو چې ستونزو ته یې رسیده ګي وکړو.»
هېواد کې د وروستیو څو لسیزیزو جګړو له امله افغانانو ته د پام وړ زیان اوښتی او ویل کیږي چې د افغانستان په لسو وګړو کې یو یې د جګړو له امله معلول دی.
a