هند کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په شمال کې د «کومبمېلا» مذهبي مراسمو په مهمه ورځ څه باندې لس میلیونه کسان له خپلو ګناهونو د خلاصون لپاره سیند ته ښکته شول.
دغه کسان نن چهارشنبه، فبرورۍ ۱۲مه د څلور ساعتونو په ترڅ کې سیند کې غټې ووهلې او له ګناهونو د خلاصون لپاره یې، دعاوې وکړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کومبمېلا چې ۴۵ ورځې به دوام وکړي، وړاندې پیل شوې او د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۲۶مه به پای ته ورسېږي. د کومبمېلا کې شپږ ورځې د حمام یا سیند کې د غټې وهلو لپاره ځانګړې شوي چې میلیونونه کسان پر دې ورځ سیند ته راټولېږي.
یوازې په د جنورۍ په ۲۹مه د یادو مذهبي مراسمو پرمهال ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، چېرته چې ۷۶ میلیونه کسان د سیند غاړې ته راټول شوي وو.
دغه مذهبي مراسم د یونېسکو له لوري د «بشریت نااشنا میراث» په توګه هم پېژندل شوی دی.
ویل کېږي چې دې مذهبي مراسمو کې به شاوخوا ۴۰۰ میلیونه وګړي ګډون وکړي.