نړیوالو رسنیو نن (سهشنبه، ثور ۹) راپور ورکړی چې د اوسني موقت لومړي وزیر مارک کارني په مشرۍ لیبرال ګوند د دولت جوړولو لپاره اکثریت څوکۍ ترلاسه کړي دي.
که څه هم د څوکیو شمېرل دوام لري، خو لیبرال ګوند د ۳۴۳ ټاکنیزو حوزو له ډلې ۱۶۷ حوزو کې مخکې دی.
د مارک کارني په بریا سره لیبرال ګوند د یوې لسیزې لپاره په واک کې پاتې کیږي.
هغه په اوټاوا کې تر بریا وروسته وینا کې وویل، امریکا سره د کاناډا پخوانۍ اړیکې پایته رسیدلي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دی وايي: «متحده ایالتونو سره زمونږ پخوانۍ اړیکې، هغه اړیکې چې په دوامداره توګه د زیاتیدونکي ادغام پر بنسټ ولاړې وې، پای ته رسیدلي. د پرانیستې نړیوالې سوداګرۍ سیسټم چې د امریکا له خوا رامینځته شوی او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته کاناډا پرې تکیه کړې او که څه هم بشپړ نه وو، خو څو لسیزې یې زمونږ د هېواد له هوساينې سره مرسته کړې، اوس پایته رسېدلی دی.»
دې سره راپورونو کې ویل شوي چې د پیر پوليیور په مشرۍ محافظهکاره ګوند به په اپوزیسیون کې پاتې شي.
د یادونې ده چې د کاناډا د ټاکنو ترسره کولو په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټولنیزو رسنیو کې لیکلي وو چې کاناډایان دې هغه ته رایه ورکړي، څو دغه هېواد د امریکا په ۵۱م ایالت بدل شي.
د ټرمپ دغه وړاندیز د کاناډايي سیاستوالو له سختو غبرګونونو سره مخ شو.