Asset 1SWN

د ترک‌ژبو هېوادونو مشرانو د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار کړی

Meeting of the Organization of Turkic States in Bishkek

د ترک‌ژبو هېوادونو سازمان د مشرانو ۱۱مه غونډه نن چهارشنبه، لړم ۱۶مه د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې پيل شوه.

دغه غونډه کې د ترکیې، اوزبیکستان، قزاقستان، قرغزستان، اذربایجان، مجارستان او د شمالي قبرس مشرانو د نړۍ روانو حالاتو په تېره بیا د اسرائیلو او غزې جګړې، د روسیې او اوکراین ترمنځ روانې جګړې او د ترک‌ژبو هېوادونو د سازمان د غړیو ترمنځ د همکاريو پياوړتيا او د افغانستان مسلې ته هم اشاره کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه غونډه کې کې ټینګار کړی چې هېواد یې د افغانستان له خلکو سره دی او زیاته کړې یې ده: «لکه څنګه چې موږ تل ویلي، له خپلو افغان وروڼو سره یو، خو زه باور لرم چې د سرپرست حکومت هغه کړنلاره چې پر ټول شموله او د اساسي بشري حقونو پر بنسټ ولاړه ده، د هغوی لپاره به نوې دروازې پرانیزي.»

د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف دغه غونډه کې ټینګار کړی چې د امنیتي وضعیت د ټینګښت لپاره باید د ترک ژبو هېوادونو سازمان د افغانستان روان وضعیت ته پام وکړي.

هغه د افغانستان د ستونزو د حل لپاره له سرپرست حکومت سره د دغه سازمان د همکارۍ غوښتنه کړې.

د اوزبیکستان ولسمشر د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: «د امنیتي وضعیت لپاره، زموږ سازمان باید د افغانستان وضعیت ته پاملرنه وکړي. په دې اړه باید منظمې خبرې پیل کړو، د افغانستان د جدي ستونزو د حل لپاره باید د افغانستان له اوسني حکومت سره همکاري وشي او د سیمې په اقتصادي پروسو کې د افغان حکومت د جذب لپاره باید هڅې وکړو.»

د ترک‌ژبو هېوادونو په سازمان کې د سيمې هېوادونه او د افغانستان شمالي ګاونډي هېوادونه شامل دي او اسلامي امارت د دغه سازمان له ډیری غړو هېوادونو سره نبستا ښې اړيکې لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

وموغوښتل د افغانستان په اړه د ترک ژبو هېوادونو د سازمان په غونډه کې د مطرح شويو څرګندونو په اړه د اسلامي امارت د ویاند نظر هم واخلو؛ خو د دې رپوټ تر لیکلو پورې مو ځواب ترلاسه نه‌کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام