Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسلامي امارت مشر: ښځو ته مو عزت ورکړی، خو امریکا یې فلسطین کې وژني

هبت‌الله اخند‌زاده

د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله آخندزاده نن (شنبه، جوزا ۱۷) کندهار کې د لوی اختر تر لمانځه وروسته وینا کې ویلي، امریکا تر ټولو ستره ظالمه او د ټولو فلسطینيانو قاتله ده.

ده وویل، اسلامي امارت ښځو ته عزت او پرده ورکړې، خو امریکا فلسطین کې ښځې او ماشومان له منځه وړي.

هغه دغه وینا کې ویلي چې: «ما خو دلته ښځو ته عزت او پرده ور په برخه کړه، بد اخلاقمي مې ختمه کړه، تا خو فلسطین کې د ښځو او ماشومانو په سر ټوپک نیولی، له منځه یې وړې، ماشومان د مور په غېږ کې وژنې، دا ستا عزت دی.؟»

هغه همدارنګه وویل، ځینې لوري امریکا سره له دوستۍ خوشحاله دي او امریکا سره دوستي خپله بریا بولي، خو امریکا تر ټولو ستره ظالمه او د ټولو فلسطینيانو قاتله ده.

شیخ‌هبت‌الله اخندزاده زیاته کړه چې: «که امریکا نه وي، اسراییل هېڅ نه‌شي کولی. پرون په افغانستان یرغل وو، نن پر فلسطین یرغل او ظلم روان دی، الله دې فلسطین اشغالګر داسې وشرموي لکه افغانستان کې چې لوېدیځ وشرمېدل.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ده د ولس او مسوولانو ترمنځ په همکارۍ هم ټینګار وکړ او وې ویل، مسوولان د دې لپاره مقرر شوي چې ولس ته دین وښيي، د هغوی حقوق او عدالت تامین کړي.

هغه همدارنګه وویل چې ولس هم مسوولیت لري، ترڅو د مسوولانو اطاعات وکړي.

د اسلامي امارت مشر مسوولانو ته په اشارې زیاته کړه چې: «له اختلافونو نه ځان وساتئ، خپلو کې چې کومې ستونزې لرئ، د اختر په برکت یو بل ته ترې تېر شئ، یو بل ته عفوه وکړئ.»

نوموړی وايي، اوس ځينې کوښښ کوي چې یو ځل بیا د ډیموکراسۍ نظام ته لاره هواره کړي، خو تجربو ښوولې چې ډیموکراسي هېواد کې د انسانیت د ژغورنې لاره نه‌ده، بلکې یوازې اسلامي نظام د بریالیتوب لاره ده.

د اسلامي امارت مشر دغه وینا کې همدارنګه ویلي چې اوس هېواد کې نظام ښه ‌خوا ته روان دی او ژمنه کوي چې د الله د دین خلاف یو ګام هم نه پورته کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام