شیخ هبتالله اخندزاده کندهار کې یوه اصلاحي او روزنیز سیمینار ته ویلي، د اسلامي امارت قوانین او فرامین د څو کسانو رایه نه ده، بلکې د دین او اسلام احکام دي چې خلک د الله دین ته رابولي.
ده وویل، اسلامي امارت د مسلمانانو د وکالت او نمایندګۍ مقام دی او د مسلمانانو د دين او عقیدې ساتنه به کوي.
د هغه په وینا، اسلامي امارت به خلکو ته دین او شریعت ورښيي، د خلکو امنیت به ساتي، د یتیمانو، کونډو، غریبانو او بېسرپرسته کورنیو کفالت به کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامي امارت مشر مسوولانو ته خطاب کې زیاته کړه: «خپل صلاحیت وپیژنئ، تاسو هر یو مسؤل یاست، دا چې رعیت پر تاسو څه حقوق لري او ستاسو څه حقوق دي، باید دا وپېژنئ، یو د بل اطاعت وکړئ، د ولس کارونه پر وخت او په اخلاص اجرا کړئ، دروازې مه ور بندوئ، د غریب او مالدار فرق مه کوئ.»
نوموړي همدارنګه ویلي چې مسوولان دې په خپل کار او پرېکړو کې شریعت ته ترجیح ورکړي.