Asset 1SWN

پاکستان تېرکال نږدې ۷۰۰زره افغان کډوال له دغه هېواد ایستلي

کډوال

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د دولتي چارواکو قوله راپور ورکړی چې د روان میلادي کال د جولای له ۲۱مې د اګست تر ۱۷مې شاوخوا ۳۲زره او ۲۰۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو ټلویزیون یکشنبه، زمري ۲۸مه په یوه راپور کې ویلي چې له دغه هېواد څخه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو بهیر له پیل راهیسې، نږدې اووه سوه زره کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه راپور یوه برخه کې د پاکستان د دولتي سرچینو له قوله راغلي: «تر دې دمه ۶۹۱۸۵۳ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي. د افغانانو داوطلبانه ستنېدل، د ستاینې وړ دي او د دواړو هېوادونو لپاره به مثبتې پایلې ولري.»

د پاکستان حکومت ټینګار کړی چې له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو بهیر لاهم دوام لري. خو له پاکستانه یوشمېر راستانه شوي افغانان بیا، هېواد کې د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي او زیاتوي چې سرپناه نه‌لري او د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.

د لغمان اوسېدونکی احمدشاه وايي: «اوس لغمان کې ژوند کوم او میاشت کېږي چې له پاکستان اخراج شوی یم، تراوسه راسره مرسته نه‌ده شوې او د کورنۍ لس غړي لرم. کار نشته او ژوند سخت دی.»

د ننګرهار اوسېدونکی حضرت‌ولي چې اته میاشتې کېږي، له پاکستان بېرته هېواد ته راستون شوی، سلام‌وطندار ته وايي: «اته میاشتې کېږي چې له پاکستانه راغلي یو، له پیله چې له پاکستانه راغلو، په تورخم کې له موږ سره مرسته وشوه، اوس نه چا مرسته راسره کړې او نه مو چا پوښتنه کړې. هېڅ کار نه‌دی، موږ بې‌وزله یوو، موږ تش لاس کور ته ځو او روزګار ګران دی.»

د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت د وروستیو شمېرو پراساس، تیر یوه کال کې له ایران، پاکستان، ترکیې او ځینو نورو هیوادونو نږدې ۱،۷ میلیون افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد وزارت مسوولانو تېره اوونۍ د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو پروګرام کې وویل، د کډوالو او هېواد ته د بېرته راستانه شویو کسانو د ستونزو د حل په موخه یې له ۹۳ همکارو موسسو، ۷ ادارو او ۱۴ ښوونیزو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام