Asset 1SWN

تېرکال هېواد کې څه باندې یو میلیون مېګاواټه برښنا تولید شوې

برښنا- برق

د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسوولان وايي چې تېرکال هېواد کې یو میلیون، ۲۰۶زره او ۶۷۱ مېګاواټه برښنا تولید شوې ده.

د یاد ریاست مسوولانو په وینا، له دې سربېره د تېرکال پرمهال ۵ میلیونه ۶۷۲زره او ۷۹۶ مېګاواټه برښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته وارده شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه څرګندونې د ریاست مسوولانو نن یکشنبه، تلې لومړۍ نېټه کابل کې د خپلو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

همداراز د شبرغان- دشت‌الوان-ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو‌ولټه او د غزني- کندهار د ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا لېږد مزو، د هرات د نورالجهاد سب‌سټېشن، د کندهار د برښنا سب‌سټېشن او د یوشمېر نیم‌ګړو پروژو د پلې‌کولو چارې روانې دي چې نږدې راتلونکي کې به ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز چارې په ۹۱سلنه او د دویم‌فاز چارې په ۵۴‌سلنه پرمختګ سره دوام لري. دغه‌راز، د بل‌خاب کان د استخراج چارې روانې دي او تراوسه ۲۸۹۸۰ ټُنه د ډبرو سکاره استخراج شوي دي.

د مسوولانو په وینا، تېرکال کې، د غوري او جبل‌السراج د سمنټو فابریکو له لارې ۱۹۹زره او ۶۷۱ ټنه سمنټ تولید شوي دي.

د دې ترڅنګ د شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومتره په اوږدوالي د نوري فایبر پروژې د تطبیق کار روان دی او د نوري فایبر شبکه ۸۰ سلنه معیاري شوې.

مسوولانو دې پروګرام دا هم وویل چې له نړیوال بانک سره په همغږۍ د کاسا ۱۰۰۰ پروژې عملي چارې به ډېر ژر په هېواد کې پیل شي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

همداراز د څه باندې ۳۰ بیه لرونکو او بې بیې سندونو ډیزاین او چاپ، ترکیې هېواد ته د ۹۰ ټنه رومي بانجانو او کشتې صادرول، د غنمو د ۴۴۳۰ ټنه اصلاح شویو تخمونو، ۱۳.۷ ټنه وريژو، ۱۹.۸ ټنه جوارو او غَلو، ۴۷۹۹۰ کیلو ګرامه صنعتي نباتاتو تخم، ۳۴۰۰ کیلو ګرامه حبوباتو او ۳۱۳۰۰ کیلو ګرامه سبزیجاتو تولید؛ په تېر یوه کال کې د یاد ریاست له مهمو فعالیتونو څخه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام