د میدانوردګ ځايي مسوولان وایي، د مرکز میدانښار اړوند «پولادخانې» سیمه کې د یوه پخواني ناچاوده فشاري ماین د چاودنې له امله یوې ماشومې ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ماشومان سخت ټپیان شوي.
د میدانوردګ د امنیې قومندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار وویل، پېښه هغه مهال وشوه چې ماشومان د غره لمنه کې د بوټو ټولولو پرمهال، یوه پخواني ناچاوده ماین سره مخ شول او د بېاحتیاطۍ له امله یې پرې چاودنه وکړه.
ده وویل، د پېښې پایله کې یوې ماشومې ځای پر ځای ژوند بایللی او درې نور سخت ټپیان شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ورکړل شوو مالوماتو له مخې، ټپیان د عامو خلکو او مسوولانو له لوري لومړی د ولایت روغتون او وروسته د لا زیاتې درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي چې روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.
چارواکي وایي، د ناچاوده ماینونو شتون لا هم د ماشومانو او ملکي وګړو لپاره جدي ګواښ دی او له خلکو غواړي چې د شکمنو توکو له لمسو کولو ډډه وکړي او د لیدلو په صورت کې یې اړوند ادارو ته خبر ورکړي.