د کور او ښار جوړولو وزارت د نویو راستنو شویو کډوالو لپاره د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند «خانکي» ښارګوټی پرانیسته او عملاً یې د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړه.
د کور او ښار جوړولو وزیر نجیبالله حقاني ننګرهار ته د سفر پرمهال وویل، دغه ښارګوټی چې په ۳ زره جریبه ځمکه جوړیږي پارکونه، ښوونځي، مدرسې، کلينيک، د اوبو رسولو شبکې، مخابراتي سايټونه، جوماتونه او نورې اسانتیاووې هم لري.
د هغه په وینا، ياد ښارګوټي کې راستنو شويو کورنيو ته ۵ زره نمرې ځانګړې شوي او هرې نوې راستنې شوې کورنۍ ته د کور جوړولو لپاره ۵ بسوې ځمکه ورکول کیږي.
«د بهسودو خانکي ښارګوټي په ۳ زره جريبه ځمکه ۵ زره کورنيو ته، د خوږياڼو چمتلې په ۵ سوه جريبه ځمکه ۱۲ سوه کورنيو ته، د سرهرود ککړک په یو زر او شپږ جريبه ځمکه ۲ زره او ۲ سوه کورنيو ته او د روداتو ښارګوټي په نږدې ۱۹ زره جريبه ځمکه زرګونه کورنيو ته نمرې ورکول کيږي.»
ورته مهال د ننګرهار د کور او ښار جوړولو رئیس نبيالله سید وویل چې دغه ښارګوټي کې به نویو راستنو شویو کورنیو ته د دې ښارګوټي ترڅنګ په روداتو او خوږیاڼیو ولسوالۍ کې هم ورته ښارګوټي جوړ شي.
«دلته دې ښارګوټي کې ۳ زره حریبه ځمکه ده چې د هغې نه مونږه دلته تقریباً ۵ زره مهاجرینو ته به دلته نمرې ورکړل کیږي او هر یو مهاجر ته به پنځه پنځه بسوې ځمکه ورکړل شي، له هغې نه ماسیوا مونږ یو دوه نور ښارګوټي هم لرو چې انشأالله په دې پسې به د هغې توزیع هم شروع کیږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوي راستانه شوي کډوال بیا د ځمکو ویش ته خوښ دي، خو له اسلامي امارت او همکارو ادارو څخه د سرپناه د جوړولو غوښتنه کوي.
دوی وایي چې د کور جوړولو توان نلري او په دغه برخه کې باید له دوئ سره همکاري وشي.
غلام یحیی او عبدالغفور چې تازه هېواد ته راستانه شوي او په دغه ښارګوټي کې د هستوګنې لپاره ځمکه ورکړل شوې، وایي:
«له پاکستان نه یې تش راواړولو له بچو سره. دلته یې راواړولو خپل ملک ته او هر څه هملته پاتې شول او مونږ اوس دلته راغلي یو افغانستان ته او دولت باید مونږ سره پوره همکاري وکړي، ځکه حالات خراب دي او مونږ سره هیڅ هم نشته.»
«دې شهرک کې اوله مهمه خبره دا ده چې دلته دا د اوبو سستم برابرول دي او زمونږ وس نشته ده دا چهاردیوالیانې دي او کوټې پکې اچول دي او تشناب جوړول دي، نو دغه نو مونږ سره وسه نشته ده، مونږ غواړو چې مؤسسې دي که خیریه بنسټونه دي، که هر څوک وي، مونږ سره په دغه برخه کې همکاري وکړي.»
د یادونې ده چې په ختيځو ولایتونو کې له دې وړاندې په لغمان کې هم نویو راستنو شویو کډوالو ته د ځمکو د ورکړې لړۍ پیل شوې وه.