میدانوردګ کې د راستنو شوو لپاره د دایمي استوګن ځایونو برابرولو او د هغوی د سرپناه ستونزې حلولو په موخه، ۷۵ بیرته راستنو شوو کورنیو ته د ځمکو وېش پیل شو.
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (شنبه، جدي ۱۳) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د میدانوردګ د کډوالو چارو رییس مولوي عبدالرحمن هاشمي د ځمکې وېش د ارزونې او څارنې په موخه د ځمکې وېش ولایتي کمېټې ناسته کې ګډون کړی.
هغه د دغې لړۍ پر شفافیت او چټکتیا ټینګار کړی او ویلي، د ځمکې وېش باید له اصولو سره سم ترسره او په عادلانه ډول هره کورنۍ ترې برخمنه شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کمېټې مسوولانو د ځمکې له وېش څخه ډاډ ورکړی او زیاته کړې چې د بیرته راستنو شوو لپاره ټاکل شوې سیمه له ښار څخه په مناسبه فاصله کې ده او اړوندې ادارې هڅه کوي چې دغه سیمه د امکان ترحده په منظم پلان، ښاري اصولو او بنسټنزو خدمتونو سمباله کړي.
مسوولانو ډاډ ورکړی چې د ځمکې وېش به له هر ډول تبعیض څخه پرته په پوره شفافیت او دقیقې څارنې ترسره شي.
راستنو شویو کورنیو له اسلامي امارت او اړوندو ادارو څخه د دایمي سرپناوو جوړولو له امله مننه کړې ده.