Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې د معیاري روغتیایي ودانیو کمښت؛ اوسېدونکي: اسانتیاوې دې ډېرې شي

1000320501

د هلمند یوشمېر اوسېدونکي وایي چې دغه ولایت کې ډېری روغتیایي مرکزونه د اساسي معیارونو له نشتوالي سره مخ دي.

د دوی په وینا، خټینې ودانۍ، د ځای تنګوالی او د روغتیایي اسانتیاوو نشتوالی، هغه ستونزې دي چې هره ورځ ورسره لاس او ګرېوان دي.

خلک ټینګار کوي چې د معیاري ودانیو جوړېدل به د روغتیایي خدمتونو کیفیت ښه، د ناروغانو ستونزې راکمې او د ډاکټرانو د کار چاپېریال به هم مناسب کړي.

د باباجي ولسوالي د شمالان اوسېدونکی حکمت‌الله وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته معیاري روغتیایې مراکز جوړ کړي ، ځکه دا په شخصي کور کې یو خامه ځای دی دلته درمل مکروبي کیږي نو پدې اساس یو معیاري ځای ته اړتیا سته.»

د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی جمع خان سلام‌وطندار ته وايي: «موږ به له ډېرو روغتیایې اسانتیاوو څخه برخمن سو، چې موږ ته یو سم کلینک جوړ سي ، ستونزي خو زیاتي دي اوس دلته ناروغ او روغتیایې خدماتو د تطبیق لپاره اسانتیاووي نسته خو بیا هم خوښ یوو چې همدا نصبي خدمات سته.»

د مارجې ولسوالي اوسېدونکی شفیع‌الله وايي: «دلته باید چې پوخ ځای جوړ سي ، ډاکټران ډېر سي ، اسانیاوي ډېري سي دا ځای پر ترتیب ندی برابر خامه کور دی خامه ځای دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د روغتیایي مرکزونو مسوولان باور لري چې معیاري ودانۍ نه یوازې د نظم او نظافت سبب ګرځي، بلکې د خلکو باور هم پر وغتیایې مرکزونو زیاتوي.

د باباجي ولسوالي شمالان سیمې د کلینیک مسوول ډاکټر محمد نادر وویل: «کله چي د یو روغتیایې مرکز ودانۍ په معیاري شکل جوړ سي د خلکو عتبار په کلینک ډېریږي ، ټوله سیستم منظم وي، نظافت مراعت کېږي ، خو په ځایونو کې دا هرڅه نه کیږي.»

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولان هم تاییدوي چې لاهم ګڼ‌شمېر کلینکونه بې‌ودانیو دي، خو ډاډ ورکوي چې د پاتې روغتیایي مرکزونو لپاره د ودانیو جوړولو هڅې روانې دي.

دوی وایي چې په وروستیو کلونو کې یوشمېر کلینکونو ته ودانۍ جوړې شوې، خو لاهم ډېره اړتیا شته چې ټول روغتیایي مرکزونه معیاري شي.

د هلمند د عامي روغتیا رییس ډاکټر نقیب‌الله فاتح په روغتیايي برخه کې د شته ستونزو په اړه وايي: «د اسلامي امارت د بیا ځلي واکمنۍ راهیسي ، ۳۰ سلنه کلینکونه ته ودانۍ جوړي سوي دي ۷۰ سلنه کلینکونه تر اوسه هم ودانۍ نلري ، او په کرایه کورنو کې دي ، زموږ هڅي جاري دي چي پاته روغتیایې مراکزو ته هم ودانۍ جوړې کړو.»

د ځايي روغتیايي مسولانو په خبره، په شمېر سیمو کې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا هڅې پیل شوې دي، خو لاهم د معیاري ودانیو نشتوالي د خلکو یوه جدي اندېښنه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام