سره له دې چې د اومېندوارۍ پرمهال روغتیايي پاملرنه د مور په روغتیا او د جنین په ودې مخامخ اغېز لري، خو له هغو ۱۵ ښځو سره چې دې وروستیو کې یې زېږون کړی، د سلاموطندار د موندنو پایلې ښيي چې د اومېندوارۍ په موده کې روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله سختو بدني کمزوريو او خوارځواکۍ سره مخ شوي، هغه ستونزې چې د اومېندوارۍ پرمهال او له زېږون وروسته هم دوام مومي.
ځینې دغو ښځو ویلي، د اومېندوارۍ پرمهال یې یوازې دوه یا درې ځله متخصص ډاکټر ته مراجعه کړې، خو د اړینو درملو د پېرلو وس یې نه درلود.
یو شمېر نورو بیا ویلي، ان د اومېندوارۍ پرمهال یې هم لازمې تغذیې ته بشپؤ لاسرسی نهدرلود.
د کابل اوسېدونکې ۳۵ عادله چې پنځه پرلهپسې زېږونونه یې کړي، او د پروان اوسېدونکې ۲۰ کلنه حسیبه چې تازه یې دویم زېږون کړی، وایي:
«هیڅکله ډاکټر ته نهیو تللي. کمخوني مې بېخي زیاته شوه، تر دې چې نور د حرکت وس نه راته پاتې کېده. یوازې یو یا دوه ځله ولاړو او وینه مو وازمویله، بس همدومره. د بېوزلۍ له امله داسې ورځې هم راغلې چې آن د خوړلو ډوډۍ مو نه درلوده او ورځ مو یوازې په اوبو تېره کړه. اوس چې زېږون مې کړی، یوازې د لسو افغانیو شوروا مو له بهره رانیولې ده.»
«لاسرسی مو ډېر محدود و. مېړه مې ۷ زره افغانۍ معاش اخلي، ۲ زره یې د کور کرایه ورکوو. نور څنګه کولی شو سمه غذا وخورو؟ د اومېندوارۍ په دې نهو میاشتو کې یوازې دوه ځله ډاکټر ته ولاړو. درملو ته مو ډېر لږ لاسرسی درلود، که به مې اخیستلی هم شوی، یوازې د نسخې نیمایي به مې اخیستلی شوه، پاتې نیمایي نه. ډاکټر به هم ټینګار کاوه چې باید ټول درمل واخیستل شي.»
سره له دې چې د دې راپور موندنې ښيي، په دولتي روغتیايي مرکزونو کې ښځو ته وړیا خدمتونه او درمل شته، خو هغه ښځې چې په دې راپور کې ورسره خبرې شوي، وايي چې له دغو خدمتونو بېخبره وې.
د کابل اوسېدونکې ۳۶ کلنه مریم او د فاریاب اوسېدونکې ۴۰ کلنه مسعوده وایي: «دا مې شپږمه اومېندوارۍ ده. اقتصادي وضعیت مو ښه نه دی او مېړه مې بېکاره دی. د اومېندوارۍ پرمهال یوازې دوه ځله ډاکټر ته ولاړو. هغه درمل چې ډاکټر راکول، که مو وس رسېده اخیستل مو، که نه، نه. هېڅ خبر نه یم چې زموږ په کلینیکونو کې په ټوله کې درمل شته که نه، ان د دولتي کلینیک ځای مو هم نه دی لیدلی.»
«بېوزله او محتاج خلک یو. په نهو میاشتو کې یوازې دوه ځله ډاکټر ته ولاړو، هغه هم ځکه چې درد او بېحالۍ اندېښمن کړي وو. که پوه هم شو چې کلینیک چېرته دی او ښځو ته څه ډول درمل ورکوي، بیا هم هېڅ درمل نه شو اخیستلی. هم زه کمزورې یم او هم مې ماشوم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سره له دې چې دغه ښځې له سختو اقتصادي فشارونو او درملو او روغتیايي خدمتونو ته نهلاسرسي سره مخ دي، ۷ هغه یې د کمخونۍ، بېحالۍ، د وېښتانو تویېدو، د وزن کمېدو او له زېږون وروسته د سختې ستړیا له ستونزو سره هم مخ شوي.
د کاپیسا اوسېدونکې ۳۵ کلنه عزیزه او د کابل د دهسبز اوسېدونکې ۲۸ کلنه نفیسه وایي، اړینو درملو ته نهلاسرسی لامل شوی چې نه یوازې دوی، بلکې نوي زېږېدلي ماشومان یې هم له سختو بدني کمزوریو سره مخ شي.
«د اومېندوارۍ پرمهال مې کمخوني، سردرد او د پښو درد درلود، ماشوم مې هم کمزوری و. اوس هم ستونزې لرم او هم مې ماشوم کمزوری دی. ډاکټر ځینې سپارښتنې وکړې، ویټامینونه او درمل یې راته ولیکل، خو ونه توانېدم چې ویې پېرم.»
«هغه وخت چې اومیندواره وم، قوي غذا مې نه شوه خوړلی. څو قدمه چې ځم، زړه مې رپېږي. ډېر کمزورې یم. ډاکټر راته د درملو سپارښتنه وکړه، خو د پېرلو وس یې نه لرو، له همدې امله نه شم کولای هغه درمل وکاروم.»
دې سره، د نسایي او ولادي متخصصان د ښځو لپاره قوي درملو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پر اهمیت ټینګار کوي او خبرداری ورکوي چې له دغو اسانتیاوو محرومیت کولی شي د مور او جنین روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړي.
د نسایي او ولادي متخصصه سونیتا بهرام وایي: «قوي کوونکي درمل، په ځانګړي ډول زموږ په ټولنه کې چې د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله مناسبه تغذیه نهشته، د ښځو لپاره مهم رول لري. د دغو درملو نشتوالی پر کمخونۍ، د مور پر پوستکي د داغونو رامنځته کېدو، خوارځواکۍ او د ماشومانو پر ذهني ودې منفي اغېز کوي. همدارنګه د عامه پوهاوي نشتوالی، د سالم غذایي رژیم نه شتون او د لازمو معایناتو نه ترسره کېدل، پر نوي زېږېدلي ماشوم منفي اغېزې لري او کېدی شي ماشوم له وخته مخکې وزېږي او په خوارځواکۍ اخته شي.»
د نسایي او ولادي بله متخصصه لیزا شمعریز په دې اړه وایي: «که د اومېندوارۍ پرمهال ښځې ته کافي درمل او مناسبه غذا ونه رسېږي، کېدی شي د وزن د سخت کمښت، شدیدې کمزورۍ او بېحالۍ، د وېښتانو تویېدو، د پروټین، اوسپنې او نورو منرالي موادو د کموالي لامل شي. په داسې شرایطو کې ځینې چارې مرسته کوونکې دي، لکه ساده تغذیه (ډوډۍ، وريجې، حبوبات)، د کوچنیو غذایي بستو ترلاسه کول، د فولیک اسید او کلسیم په څېر ګولیو کارول او روغتیايي کلینیکونو ته پرلهپسې مراجعه چې د مور او جنین روغتیا تضمینولی شي.»
اخوا، د عامې روغتیا وزارت مسوولان د اومیندواره ښځو لپاره د پوهاوي پروګرامونو د پلي کېدو او د وړیا درملو د وېش خبره کوي؛، هغه پروګرامونه چې له مرکه شویو ښځو ډېری یې ترې ناخبره وې.
د دې وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل سلاموطندار ته وایي: «اومیندواره ښځو ته مو د ځینو کمپاینونو له لارې په دوامدار ډول فولیک اسید او یو شمېر نور پیاوړې کوونکي درمل استولي، خو کله ناکله د درملو د رسونې ستونزې یا نورې ستونزې لامل کېږي چې ځینو روغتونونو ته درمل ونه رسېږي. خو په ټولیز ډول هم په روغتیايي مرکزونو کې درمل شته او هم د کمپاینونو له لارې دا درمل امیندواره ښځو ته وېشل کېږي.»
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې او افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د اټکلونو له مخې، افغانستان کې په هرو ۱۰۰ زرو زېږونونو کې شاوخوا ۶۰۰ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي، هغه شمېرې چې د دغو بنسټونو په وینا، د نړۍ له منځنۍ کچې درې برابره لوړې دي.
یاد بنسټونه همدارنګه خبرداری ورکوي چې د نجونو پر زدهکړو بندیزونه روغتیايي پاملرنې ته لاسرسي کې نابرابري لا پسې ډېروي او که دا وضعیت دوام وکړي، کېدی شي افغانستان کې د مېندو د مړینې کچه تر ۵۰ سلنه پورې لوړه شي.