Asset 1SWN

سلام وطندار

د کندوز ښار اوسېدونکي په کوڅو کې د «ودانیزو موادو له ډېرۍ» شکایت کوي

1000255756

کندوز ښار کې یوشمېر اوسېدونکي د ښار په کوڅو کې د ودانیو د جوړولو توکو د ډېری کولو له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د کندوز ښار یو اوسېدونکی عتیق‌الله وايي چې ځینې کورونه او ودانیو مالکان د کوڅو غاړو یا منځ کې خښتې، ډبرې، جغل او شګې اچوي چې نه یوازې د تګ‌راتګ خنډونه رامنځته کوي، بلکې د ټرافیکي ستونزو لامل هم ګرځي.

عتیق‌الله زیاته کړه: «خلک ډېر په تکلیف دي. خلک خپل کاه‌ګل، سیمنټ او حتی د کورتوکي یا پاکوالو پرمهال توکي سړکونو کې ږدي. زه نه پوهېږم چې دا زموږ د افغانانو کوم فرهنګي عادت دی؟»

د کندوز ښار دوه نور اوسېدونکي سلیم او ذبیح‌الله وايي چې ځینې وختونه د ودانیو ساختماني مواد د څو ورځو لپاره په کوڅو کې پاتې وي چې د باران پرمهال سړکونه خاورین او ک‌کړوي او د خلکو د تګ‌راتګ لپاره ستونزې رامنځته کوي.

سلیم وویل: «ډېری وخت همدغه کاه‌ګل او نور مواد د باران وروسته نورې ستونزې جوړوي. غواړو چې خلک دا کارونه د خپلو کورونو دننه وکړي، څو کوڅې پاکې او منظمه پاتې شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ذبیح‌الله هم د خلکو د هوساینې لپاره غوښتنه وکړه چې د دولت او جوماتونو له لارې خلکو ته د ښاري فرهنګ وروښودل یاد شي: «غواړو دولت اعلان وکړي څو خلک د ښاري فرهنګ زده‌کړي او نورو ته تکلیف ورنه‌کړي. د کوڅو خاورې او ککړتیا د خلکو ژوند ستونزمن کوي.»

د کندوز ښاروالي د مطبوعاتو مسوول تاج‌الدین سهاک وویل چې په ټولو نهو ناحیو کې چارواکو ته امر شوی، که د ودانیو مالکان په عامه سړکونو او کوڅو کې ساختماني مواد وغورځوي، له قانون سره سم به ورسره چلند وشي.

سهاک زیاته کړه: «هر څوک چې بیا هم دغه کار وکړي، د قانون مطابق به ورسره چلند کېږي. دې کار ته د پام وړ خلکو ته خبر ورکړل شوی دی، خو ځینې لا هم د ښاري فرهنګ په اړه غفلت کوي.»

په ورته وخت کې، نه یوازې په کندوز بلکې په ډېرو نورو ښارونو کې هم د ودانیو د جوړولو توکي په سړکونو او کوڅو کې اچول کېږي چې د خلکو د تګ‌راتګ ستونزې او د سړکونو د بندیدو لامل ګرځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام