په کونړ کې د شوې زلزلې نږدې دوه اونۍ پوره کیږي، خو شمېر زلزله ځپلي وایي چې دوی ته لاهم اساسي مرستې نهدي ور رسېدلي.
دوی سلاموطندار سره خبرو کې وویل، که څه هم زلزله ځپلو سره په میلیونونو افغانۍ مرسته اعلان شوي، خو دوی ته په منظم ډول نهرسیږي.
زلزلهځپلي له مسوولو ادارو غوښتنه کوي چې مرستې دې ورته په منظم ډول ووېشل شي، ترڅو پرې خپل وران شوي کورونه اباد کړي او له شته ستونزو خلاص شي.
د نورګل ولسوالي د «دیوهګل» درې اوسیدونکی عبدالله وایي، که څه د مختلفو ادارو له لارې ورسره مرسته شوې، خو لا هم له ستونزو سره مخ دي.
«کوم ډول چې پهکار ده هغسې مرستې مونږ سره نه کیږي، مونږ خوراکي موادو ته ضرورت لرو او مونږ داسې شیانو ته ضرورت لرو چې زمونږ ستونزې پرې حل شي، مونږ له مشرانو غواړو چې مرستې وکړي، ځکه ژمی راروان دی، زمونږ کورونه وران دي، نو مونږ نشو کولی چې دلته سم ژوند وکړو.»
ورته مهال د همدې سیمې نورو اوسېدونکي وایي، کورونه یې ټول له منځه تللي او نیمه کورنۍ یې د «زیړي بابا» په کمپ کې موقت مېشت شوي، خو د کورونو جوړولو لپاره له مسوولو ادارو د مرستې غوښتنه کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رحیم جان چې کور یې دوه اونۍ وړاندې زلزلې ویجاړ کړی وایي، سیمه کې لا هم د اوبو، برښنا او خیمو له کمښت سره مخ دي.
«دلته د اوبو ستونزې دي، د برښنا ستونزې دي، د ډوډۍ رسیدګي هم نهکیږي، بعضې خلکو ته ورسیږي، بعضې خلکو ته نه رسیږي او همداسې وږي پاتې شي، بل سرپناه نلرو، خلک کمپلې نلري توشکې نه لري، سطرنجۍ نه لري، همداسې په ډاګ پراته دي.»
د کونړ محلي مسوولان وایي، زلزله ځپلو سیمو ته د یوې منظمې تګ لارې له مخې د خلکو او هیوادونو له لوري ترسره شوې مرستې رسوي.
د کونړ د اطلاعاتو کلتور ریاست د اطلاعاتو امر ضیاالرحمن سپینغر وایي: «د کونړ زلزله ځپلې سیمې چې مزاردره ده او دیوهګل دره ده، د مرستو ویش په خورا چټکۍ او روڼ ډول مخته روان دی چې په دې مرستو کې خوراکي او غیرخوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرستې هم شاملې دي او هره ورځ سلګونه کورنیو ته د موظفو او ټاکل شویو کمیسونونو له لوري په روڼ، شفاف او منظم ډول ویشل کیږي.»
دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې کونړ کې مرګونې زلزلې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲۰۵ کسان مړه او ۳۶۴۰ نور ټپیان کړي او نږدې ۷ زره استوګنیز کورونه یې په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړل کړي دي.