Asset 1SWN

د کونړ زلزله؛ ۱۴۱۱ کسان مړه او ۳۱۲۴ ټپیان دي

ap_68b6911e6e6a5-1756795166

د کونړ په بېلابېلو ولسوالي کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو او ټپیانو شمېر خورا لوړ شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن سه‌شنبه، وږي یوولسمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په کونړ کې د شوې زلزلې له امله ۱۴۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداراز په شوې زلزله کې ۳۱۲۴ کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۵۴۱۲ کورونه هم ویجاړ شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نوموړي په وینا چې زلزلې د کونړ په نورګل، څوکۍ، چپه‌دره، پېچ‌دره، وټپه‌پور او اسعد‌اباد سیمو مرګ‌ژوبله او ویجاړی اړولی دی.

د مړو شویو او ټپیانو شمېر داسې مهال لوړېږي چې لاهم د دفاع وزارت چورلکې او نور مرستندویه ډلې زلزله‌ځپلو سیمو څخه د ټپیانو د ژغورنې پر عملیاتو بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام