د خوست ښاروالي مسوولان وايي چې د ۵.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوومې ناحیې اداري ودانۍ جوړه او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه.
د خوست ښاروالي څخه په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ښاروالي اړوند اوومې ناحيې لپاره اداري وداني د ۵.۷ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړه او نن «یکشنبه، زمري ۱۳مه» ګټېاخيستنې ته وسپارل شوه.
خبرپاڼه زياتوي چې ياده اداري ودانۍ د یوې زیرزمیني په ګډون په درېوو پوړونو کې جوړه شوې چې ۸ دفتري خونې، ۶ تشنابونه، ۱ اشپزخانه او ۱ د ناستو تالار لري چې د څلورو میاشتو په جریان کې جوړه شوې او ۵٫۷ میلیونه افغانی لګښت پرې شوی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې د خوست ښاروال مفتي شهزاد نور راشد د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو، دوکاندارانو او له مېشتو اوسېدونکو غوښتي چې د ښاروالي اړوند ټولو برخو کې دې خپلې همکارۍ جاري وساتي او د جوازونو، صفایۍ محصول او نورو عوایدو په تحویل کې دې ځنډ او خنډ نه رامنځته کوي، څو په ښاري خدماتو کې خنډ نه وي رامنځته شوی.
د ناحیې ګذر وکیلانو او اوسېدونکو خوښي څرګنده کړې چې د ناحیې له ایجاد وروسته یې په کم وخت کې اداري تعمیر بشپړ شو او له دې سره به يې ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي. د یادونې وړ ده چې دامهال خوست ښار په اووه ناحیو ویشل شوی.