Asset 1SWN

سلام وطندار

د خامنه‌يي وژل کېدل او بریدونه؛ منځني ختیځ کې کوم بدلونونه راتلونکي دي

904f6960-1526-11f1-9120-a910fc22c6ac

پر ایران د امریکا او اسراییل ګډو بریدونو کې د دغه هېواد مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي او یو شمېر لوړپوړي پوځي او امنیتي چارواکي وژل شوي.

له دې تحولاتو وروسته، د ایران سپاه پاسداران په منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو او د اسراییل پر ځینو برخو د توغندیو او بې‌پېلوټه الوتکو نوې څپه بریدونه پیل کړي.

په دغو بریدونو کې ۲۷ امریکايي اډې او د اسراییل ځینې سیمې هدف ګرځېدلي.

دې سره هم‌مهاله، د ایران د ملي امنیت عالي شورا سکرتر علي لاريجاني او د اسلامي شورا مشر محمدباقر قاليباف په ګډون لوړپوړو ایراني چارواکو ټینګار کړی چې امریکا او اسراییل ته به لا سخت او پراخ ځواب ورکړل شي.

قالیباف ویلي چې د خامنه‌يي له دورې وروسته د واک د لېږد لپاره یو جوړښت مخکې له مخکې طرحه شوی او درې کسیز پلاوی چې ولسمشر، د قضایي قوې مشر او د نظارت شورا یوه غړی په کې شاملیږي، د انتقالي دورې د مدیریت مسوولیت پر غاړه اخلي.

داخلي امنيتي فضا او سیمه‌ییز غبرګونونه

رپوټونو کې ویل شوي چې د ایران بېلابېلو ښارونو کې پراخ امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي.

هم‌مهاله، زرګونه کسان واټونو ته راوتلي او علي خامنه‌يي د مړینې له امله یې تسلیت ویلي او د امریکا او اسرائیل ګډ بریدونه یې غندلي.

د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشران او نړیوال سازمانونه د جګړې د زیاتېدو له امله اندېښمن دي او له ټولو خواوو یې د زغم، د شخړو د پراخېدو د مخنیوي او د ډیپلوماسۍ د لارې د بیا پیل غوښتنه کړې.

ورته وخت کې، ځینو هېوادونو د امریکا او اسراییل له پوځي اقدام ملاتړ کړی او تهران یې د روانو کړکېچونو مسؤل بللی.

په سیمه‌ییزه کچه، د خلیج هېوادونو — په ګډون بحرین، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، کویټ، عمان، سوریه او اردن — په یوه ګډه اعلامیه کې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په فوق‌العاده غونډه کې خپره شوه، ایران د خپلو هوايي او امنیتي حریمونو په نقض تورن کړی.

یو شمېر دغو هېوادونو چې د امریکا پوځي اډې په کې ځای پر ځای دي، ویلي چې حاکمیت یې د ایران له لوري تر پښو لاندې شوی او دوی به دې مسلې ته ځواب ووایي.

احتمالي پایلې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په فوق‌العاده غونډه کې خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د شخړو د زنځیري پراخېدو احتمال شته.

د ده په وینا، متقابل پوځي اقدامات کولی شي د نړۍ په تر ټولو بې‌ثباته سیمه کې داسې پېښې رامنځته کړي چې کنټرول یې ستونزمن وي.

په همدې حال کې، شنونکي باور لري چې وروستي بدلونونه به ټوله سیمه اوږدمهاله ګډوډۍ او شخړو خوا ته بوځي.

د هغوی په نظر، که د ځوابي بریدونو لړۍ دوام وکړي او د سیمې هېوادونه مستقیم یا غیرمستقیم ښکېل شي، ښايي په منځني ختیځ کې پراخ او هر اړخیزه جګړه رامنځته شي — داسې جګړه چې پکې د غیردولتي لوبغاړو او د ایران سیمه‌ییزو متحدانو د ښکېلتیا احتمال هم شته.

د شنونکو په وینا، اوس سیمه د برخلیک ټاکونکې پریکړې پر درشل ولاړه ده، یا به د ستړې کوونکې او پراخې جګړې لوري ته حرکت کېږي او یا به د بحران د مهار لپاره د ډیپلوماسۍ له لارې هڅې ګړندۍ کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام