Asset 1SWN

خامنه‌يي: د اسد حکومت د پرځېدو تر شا د امریکا او اسراییلو لاس دی

04.19-Khamenei

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي وايي چې د بشارالاسد په مشري د سوریې د حکومت پرځېدو تر شا د امریکا او اسراییلو لاس دی.

نوموړي د بشارالاسد د حکومت نسکورېدو ته په غبرګون کې ویلي، ایران شواهد لري چې د اسد حکومت د امریکا او اسراییلو د ګډ پلان په پایله کې پرځېدلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ویلي: «تهران شواهدي لري، هغه څه چې په سوریه کې رامنځته شول، د امریکا او صهیونیستي رژیم د ګډ پلان پایله ده.»

ایت‌الله علي خامنه‌يي چې تهران کې یوې غونډې ته وینا کوله همداراز ترکیې ته په اشارې سره وویل: «وه، د سوریې ګاونډی هېواد په دې کې مهم او روښانه رول لوبولی او اوس یې هم لوبوي.»

خو نوموړي په دې وینا، کې په روښانه ټکو وویل چې د دې دسیسې تر شا د امریکا او اسراییلو لاس دی.

ایران په سوریه کې د بشارالاسد په مشري د پرځېدلي حکومت کلک ملاتړ کاوه او له کلونو راهیسې د نوموړي ترڅنګ ولاړ و.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د بشارالاسد کورنۍ له څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې پر سوریې حکومت کاوه، خو تېره جمعه وپرځېد او اسد روسیې ته لاړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام