د اسټرالیا د ګرافیک ډیزاین مشهورپلټفارمCanva اعلان کړی چې د کارکوونکو د ونډو د پلور پروګرام یې پیل کړی او د دې پروسې پر بنسټ د شرکت ارزښت ۴۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
دغه اقدام د چهارشنبې په ورځ رسماً اعلان شو، په داسې حال کې چې راپورونه ښيي Canva سږ کال د عامه ونډو د وړاندې کولو یاIPO لپاره تیاری نیسي.
د ونډو دا پلور د داسې وخت سره سمون خوري چې شرکت په لویه کچه پر مصنوعي ځیرکتیا (AI) وسایلو پانګونه کوي. کنوا هڅه کوي خپلو له ۲۴۰ میلیونو څخه زیاتو میاشتنیو فعالو کاروونکو ته د ډیزاین نوې او پرمختللې اسانتیاوې برابرې کړي.
کارپوهان وايي، د کارکوونکو د ونډو پلور به نه یوازې د شرکت پر داخلي پانګهوالو اعتماد زیات کړي، بلکې د راتلونکي IPO لپاره به یو ډول ازمایښتي ګام هم وي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نړیوالو بازارونو د سختو شرایطو باوجود، د Canva د محصولاتو پراخ کارونه او د AI نوښتونه د دې لامل شوي چې شرکت وتوانېږي د پانګهوالو پام ځان ته راواړوي.
شنونکي باور لري چې که Canva د IPO پروسه عملي کړي، کېدای شي د ټکنالوژۍ د برخې په نړیوالو شرکتونو کې د پام وړ بدلونونه راولي او د آسټرالیا د ټکنالوژۍ سکتور لپاره یو تاریخي ګام وګرځي.