د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه د روان ۲۰۲۵ کال سپټمبر یا اکټوبر کې ترسره کیږي.
کابلوف دغه څرګندونې دوحه کې د افغانستان په اړه د کاري ډلو د غونډې له پایته رسېدو وروسته مطرح کړي او ویلي، د دغې غونډې کره نېټه تراوسه نه ده مشخصه شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه ټینګار کړی چې د دغې غونډې احتمالي محتوا او راتلونکې همغږۍ په اړه سیمهییزو شریکانو او کابل کې د روسیې سفیر سره شوي دي.
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي همدارنګه ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت استازي به هم دغه غونډه کې د بشپړ غړي په توګه حضور ولري.