Asset 1SWN

کابل د پنځه ولایتونو په کچه د «بوکسېنګ» سیالیو اتلولي وګټله

لوګر

د لوګر د بدني روزنې او سپورت ادارې چارواکي وایي، د بوکسېنګ عمومي فدراسیون سره په همکاري د دغه ولایت په کوربه‌توب د پنځه ولایتونو په کچه د بوکسېنګ یوه ورځنۍ سیالي جوړې شوې وې چې د کابل په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورت ادارې امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، یادې سیالي پل‌علم ښار کې د کابل، ننګرهار، خوست او پکتیا ولایتونو ترمنځ د یوې ورځې لپاره جوړې شوې وې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نعیم‌زي زیاته کړه، په یادو سیالیو کې د بوکسېنګ ۱۷۴ غوره لوبغاړ ګډون کړی وو چې لومړی مقام کابل، دوېم مقام لوګر او درېیم مقام د پکتیا ورزشکارانو ترلاسه کړ.

هغه وویل،«لوګر کې د پنځه ولایتونو په کچه د بوکسېنګ سیالیو جوړېدو څخه موخه بوکسېنګ ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ ښې او غوره اړیکې رامنځته کول او د تجربو شریکول دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې دوه اوونۍ وړاندې هم د لوګر د بدني روزنې او سپورت امریت له لوري د دغه ولایت په کوربه‌توب د پنځه ولایتونو کابل، پکتیا، خوست او میدان‌وردګ د ورزشکارانو ترمنځ د «فري‌پایټ» سیالي جوړې شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام