Asset 1SWN

سلام وطندار

د کابل اوسېدونکي: اسلامي امارت دې د خلکو ستونزې هوارې کړي

a7ff5b24-deb0-47e2-8a7c-403328aa06aa

د کابل یوشمېر اوسېدونکو نن «یکشنبه، مرغومې ۲۸مه» د یوې ناستې پرمهال له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي. دغه ناسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د «ملي وحدت، د اسلامي نظام بقا او د خلکو هوساینې» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

د کابل یوه اوسېدونکي احمدشاه الکوزي په دې ناسته کې د خلکو ترمنځ پر یووالي ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت باید خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي وویل: «موږ ډاډ ورکوو چې د خلکو ترمنځ د یووالي کچه نوره هم لوړه کړو او له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د خلکو نظرونه په پام کې ونیسي او د خلکو ستونزې حل کړي.»

د کابل د خلکو استازي محمدنصیر تره‌خېل هم له اسلامي امارت غواړي چې کار اهل کار ته وسپاري. «حکومت باید هڅه وکړي چې کار اهل کار ته وسپاري او کله چې کار اهل کار ته ونه‌سپاري، ستونزې منځته راځي.»

د ترک‌تبارانو استازي محمدعظیم خنجاني په دې ناسته کې د اسلامي امارت له مشرتابه غوښتنه وکړه چې له خلکو سره ناسته جوړه کړي او له نږدې یې ستونزو ته رسېدنه وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل: «موږ غواړو چې د اسلامي امارت مشر له خلکو سره وګوري او له نږدې یې خپلې ستونزې ورته ورسوي. همدارنګه موږ غوښتنه لرو چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره یو لوی ولسي شورا جوړه شي.»

بل‌خوا د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولان د کابل اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې غوښتنې به یې، د اسلامي امارت مشرتابه ته ورسوي.

د یاد وزارت د قبایلو چارو او جرګو د همغږۍ معین محمدعلي ‌جان احمد وايي: «نن په کابل کې په یو امن چاپېریال کې یوه غونډه جوړه شوه. د اسلامي امارت مسوولان د خلکو خدمت کول خپله دنده ګڼي. موږ د خلکو ټولې ستونزې د اسلامي امارت له مشر سره شریکوو او له خلکو مو غوښتنه دا ده چې د اسلامي شریعت په پلي کېدو کې له امارت سره همکاري وکړي.»

د اسلامي امارت مسوولان وایي چې حکومت د خلکو ترمنځ د وحدت د پیاوړتیا لپاره لازیاتې هڅې کوي او په تېرو څو کلونو کې یې قومي او سمتي مسایل له‌منځه وړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام