د کابل ښار ګڼشمېر اوسېدونکي د برښنا له دوامداره او پرلهپسې پرچاويو شکایت کوي. دوی وایي، د وروستیو ورځو پرمهال، د ورځې برښنا نهلري او د شپې لهخوا هم یوازې د څو ساعتونو لپاره برښنا ته لاسرسی لري.
د دوی په وینا، د برښنا دوامداره نشتوالی د خلکو په ورځني ژوند، زدهکړو او کاروبارونو ناوړه اغېز کړی دی.
د کابل ښار د خیرخانې سیمې اوسېدونکی منصور صدیقي وایي، د برښنا د نشتوالي له امله خپلو کارونو ته په سمه توګه رسېدنه نهشي کولای. نوموړی له برښنا شرکت غواړي چې برښنا باید ټولو سیمو ته په عادلانه ډول ووېشل شي.
هغه وویل: «په دې څو ورځو کې د برېښنا پرې کېدل ډېر شوي او دا پرچاوۍ د کابل په ټولو سیمو کې یو شان نه دي. د بېلګې په توګه، په خیرخانه کې برېښنا ډېره پرې کېږي، خو په دارالامان سیمه کې لږه ده. زموږ غوښتنه دا ده چې برېښنا ټولو سیمو ته په مساوي ډول ووېشل شي.»
د تایمني سیمې اوسېدونکې زلیخا ابرام هم ورته شکایت لري. هغه وايي چې د برښنا دوامداره پرې کېدل د خلکو په ژوند او ورځنیو چارو کې ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.
نوموړې وویل: «په دې څو ورځو کې د برښنا پرچاوۍ ډېرې شوې او دا چاره د خلکو لپاره ستونزې جوړې کړي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې انلاین کارونه لري، زدهکړې کوي، یا د کور او دفتر د کارونو لپاره له برښنا څخه استفاده کوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پروان او کاپیسا ولایتونو یوشمېر اوسېدونکي هم وایي چې په دې وروستیو کې د برښنا پرچاوۍ زیاتې شوي او دا موضوع د هغوی د ورځنیو کارونو په تنظیم کې ستونزې رامنځته کړې دي.
د پروان د چاریکار ښار اوسېدونکې حریر: «موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو. له حکومته غوښتنه کوو، چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او د برېښنا پرچاوۍ منظمې او کمې کړي.»
د کاپیسا اوسېدونکی مسعود وایي: «د برښنا پرچاوۍ بېنظمې دي، کله د سهار په یولسو بجو پرې کېږي او کله د ماسپښین په دوو بجو بېرته راځي. که د برېښنا د پرې کېدو وختونه منظم او ټاکلي شي، خلک کولای شي خپل کارونه د هماغه له مخې تنظیم کړي.»
په ورته مهال د برښنا شرکت مسوولین وایي چې په تېرو څو ورځو کې د اوزبیکستان لهخوا افغانستان ته د وارداتي برښنا د مزو پرېکېدو له امله، د هېواد د یوولسو ولایتونو برښنا ۵۰ سلنه راکمه شوې وه.
د برښنا شرکت ویاند محمدصادق حقپرست وايي: «څو ورځې مخکې د ازبکستان او افغانستان تر منځ د برېښنا یوه مزه پرې شوې وه، چې له امله یې برېښنا پرې شوه. زموږ تخنیکي ټیمونه سملاسي کار ته حاضر شول او پرون دا مزه بېرته وصل شوه. ستونزه حل شوې او اوس حالت عادي شوی دی.»
نوموړي زیاته کړه چې د برښنا وېش اوس عادي حالت ته راګرځېدلی دی.
د یادونې وړ ده چې افغانستان دامهال شاوخوا۸۰سلنه برښنا له اوزبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان او ایران څخه واردوي او هر کله چې د وارداتي برښنا مزې پرې شي یا تخنیکي ستونزې رامنځته شي، د کابل په ګډون د هېواد ډېری سیمې د دوامدارې برښنا له پرچاوۍ سره مخ کېږي.