د رسنیو ملاتړ او څار کمېټې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ او د دې ولایت د یوشمېر خبریالانو په ګډون، د پاشدان بند په سیمه او ځینو نورو ځایونو کې زر (۱۰۰۰) نیالګي کېنولي دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر امر، حمیدالله غیاثي وایي، دا نیالګي د پاشدان بند د طبیعي چاپېریال د ښهوالي او د شنوسیمو د پراختیا په موخه کینول کېږي.
د هغه په وینا، دا ډول پروګرامونه د هوا ککړتیا په کمولو، د خاورې د فرسایش په مخنیوي او د خلکو لپاره د سالم چاپېریال په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا، د رسنیو د ملاتړ او څار کمېټې مسوول، شمیل احمد مشعل وایي چې د دې پروګرام د عملي کېدو په بهیر کې د چاپېریال ساتنې اداره او د هرات ښاروالۍ همکاري کړې ده. نوموړی زیاتوي چې د دغو ادارو رول د نیالګیو په ساتنه، پالنه او اوبهخورۍ کې « اساسي» دی.
د یادونې وړ ده چې د هرات پاشدان بند د پراخې او مناسبې ساحې له امله د نیالګیو کینولو او د شین کمربند د جوړولو لوړ ظرفیت لري.