Asset 1SWN

سلام وطندار

سمنګان کې خبریالان: شوې زلزلې مو کورونه ویجاړ او د بیارغونې توان یې نه‌‌لرو

IMG-20251215-WA0050

د هېواد په شمال کې د روان کال د لړم میاشتې د ۱۲مې نېټې د مرګونې زلزلې له امله، سمنګان کې د یوشمېر خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو هستوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.

سمنګان کې یوشمېر هغه خبریالان چې تل یې په سختو شرایطو کې د خلکو لپاره اطلاع رسونه کړې، اوس د وراوښتو زیانونو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

دغه خبریالان وایي، د اقتصادي ستونزو او مالي امکاناتو د نشتوالي له امله نه‌شي کولی خپل ویجاړ شوي کورونه بیاجوړ کړي او مجبوره دي په ناوړه او ناامنه شرایطو کې ژوند وکړي.

سمنګان کې د زلزلې له امله اغېزمن شوي خبریالان له مسوولو ادارو، مرستندویه بسټونو او د رسنیو ملاتړو سازمانونو غواړي چې د دوی وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د کورونو په بیارغونه او د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې ورسره همکاري وکړي.

سمنګان کې خبریاله حسینا حسام وايي: «دوې کاله کېږي چې بیکاره یم. زلزله کې زموږ کورونه هم ویجاړ شوي او موږ اقتصادي ستونزې لرو، نه شو کولی خپل کورونه بیا جوړ کړو. زموږ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او بیارغونې ته اړتیا لري. مالي وضعیت مو هم ښه نه دی.»

یو بل خبریال خالد امیري سلام وطندار ته وایي: «زموږ کورونه له خټې جوړ او زوړ وو، د کور دېوالونه مو درز شوي. د کور چتونه هم خراب دي. یو کارمند چې په یوه سیمه‌ییزه رسنۍ کې کار کوي، ډېر کم معاش لري او موږ توان نه لرو چې خپل کورونه بیا جوړ کړو. زموږ غوښتنه له هغو کسانو او یا هغو بنسټونو څخه دا ده چې مونږ سره مرسته وکړي.»

سمنګان کې د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې استازی فضل‌الرحمن ساعي د دغه ولایت د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د کورونو د ویجاړېدو د تایید ترڅنګ له مسوولانو غواړي چې دې ستونزې ته جدي رسېدنه وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاتوي چې سمنګان کې د لړم د ۱۲مې مرګونې زلزلې په پېښه کې د ګڼ‌شمېر خبریالانو کورونه ویجاړ شوي دي.

هغه وویل: «له بده مرغه په وروستۍ زلزلې کې د ځینو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو کورونه هم خوندي پاتې نه شول او د زلزلې له امله ویجاړ او زیانمن شوي. لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، خبریالان له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ډېر کم معاش لري، نو نه شي کولی خپل کورونه بیا ترمیم او جوړ کړي. که بنسټونه وکولای شي له دوی سره مرسته وکړي، دا به ډېره ښه وي.»

ورته وخت کې، د سمنګان ځايي مسوولان ډاډ ورکوي چې د زلزلې له امله زیانمنو شویو خبریالانو سره به د نورو زلزله‌ځپلو په څېر مرسته وشي.

د سمنګان د والي ویاند، فضل‌الرحمن عثماني وویل: «زموږ پیغام رسنیو او خبریالانو ته دا دی که دوی زموږ له څېړنو پاتې شوي او ثابته شي چې اړتیا لري او د زلزلې له امله زیانمن شوي دي، موږ به د کمېټو او د ولایت د چارواکو په همغږۍ ورسره اړینې مرستې ترسره کړو.»

د روان کال د لړم میاشتې په ۱۲مه یوې مرګونې او ویجاړونکې زلزلې د هېواد شمالي سیمې، په ځانګړې توګه بلخ او سمنګان ولایتونه ولړزول چې په پایله کې یې ۲۶ کسان ووژل شول له زرو څخه ډیر ټپیان شول او زرګونه استوګنیز کورونه ویجاړ شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام