د افغانستان او اوزبیکستان سوداګرو د بلخ مزارشریف ښار کې د «اوزبیکستان ـ افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو فورم» تر نوم لاندې ګډه ناسته ترسره کړه.
دغه ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه نن دوشنبه حمل ۱۰ / مارچ ۳۰ د افغان سوداګرو او د اوزبیکستان د نمنگان ولایت د والي په ګډون جوړه شوې.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونه مشر محمد ابراهیم غضنفر په دې ناسته کې وویل:
«په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱.۸ میلیارده ډالره وه او د دې کچې د لا زیاتېدو لپاره هڅې روانې دي.»
د دې ناستې په څنډه کې د اوزبیکستان د محصولاتو او تولیداتو یو ورځنی نندارتون هم د مزارشریف ښار په یوه سوداګریز مرکز جوړ شو.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت تېره ورځ وویل، د افغانستان او اوزبیکستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۵۱۴ میلیون او ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت څو هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.